Jul 03, 2022 14:39 Asia/Kabul
  • د بلخاب خلکوله طالبانوغوښتي د مقدساتو درناوی وکړي

دوی زیاته کړه چې د "اسلامي امارت" ځواکونه باید د خلکو مقدساتو ته سپکاوی ونه کړي او چارواکي باید د خپلو عسکرو د جاهلانه کړنو مخه ونیسي.

 

د بلخاب ولسوالۍ په یوه جومات کې د طالب ځواکونو د موسیقۍ د غږولو د یوه کلیپ له خپرېدو وروسته، د دې ولسوالۍ اوسېدونکو د «اسلامي امارت» له ځواکونو غوښتي چې مقدساتو ته دې درناوی وکړئ.

افغان غږ خبری آژانس   وایی د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکو د دې ولسوالۍ په یوه جومات کې د دولتي ځواکونو د شتون او د موسیقۍ د غږولو په اړه د خپاره شوي کلیپ په غبرګون کې نن وویل: د اسلامي امارت ځواکونه مسجد ته ننوتل او د بلخاب ولسوالۍ د دهنې په سیمه کې په جومات کې یې موسیقي خپره کړه.

دوی زیاته کړه چې د "اسلامي امارت" ځواکونه باید د خلکو مقدساتو ته سپکاوی ونه کړي او چارواکي باید د خپلو عسکرو د جاهلانه کړنو مخه ونیسي.

د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکو ویلي چې د اسلامي امارت د عسکرو دا ډول چلند د هېواد امنیت او ثبات ته زیان رسوي او باید مخه یې ونیول شي.

د دغه کليپ خپرېدو په مجازي فضا کې د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي او د هېواد خلکو د دولتي ځواکونو دغه چلند له سپکاوي ډک بللی دی.

 

بل خوا د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د دې ولسوالۍ ترانسپورتي لارې د خلکو پر مخ خلاصې شوې؛ خو خلک لا هم د تګ راتګ څخه ویره لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په بلخاب کې د مولوي مهدي او «اسلامي امارت» ځواکونو تر منځ له درې ورځنۍ جګړې وروسته سلګونه کورنۍ له دې ولسوالۍ وتلې او د خلکو د کورونو په ګډون عامه ځایونو ته اور اچول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د دغه ولایت د والي په ګډون د سرپل سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی و، چې خلک به خپلو کورونو ته ستانه شي او ملکي وګړو ته به هېڅ ډول زیان ونه رسېږي.

 

ټیګونه