Jul 04, 2022 16:02 Asia/Kabul
  • د افغانستان د کرکټ د فیډریشن مشر، د اسنادو د جعلولو په تور ونیول شول.

د افغانستان د کرکټ د فیډریشن مشر، دغه مقام ته د بیا رسېدلو لپاره د اسنادو د جعلولو له هڅو وروسته د طالبانو امنیتي ځواکونو ونیوه.

د فارس خبري اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې عزیز الله فضلي د کرکټ د فیډریشن په مشرۍ د پاتې کېدو لپاره د اسنادو د جعلولو په وجه ونیول شو.
ویل کیږي  هغه هڅه کوله د اسنادو په جعلولو سره دوباره ځان په دغه مقام  معرفي کړي.
سرچینې وایي چې هغه نن د چنګاښ په دیارلسمه، د طالبانو د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند په نېغ په نېغه  امر ونیول او ترې پلټنې وشوې. 
فضلي په  افغانستان کې د  طالبانو د راتګ په لومړیو ورځو کې د اسنادو په جعلولو سره د یوې مودې لپاره ځان د دغه فیډریشن مشر معرفي کړ خو ډېر زر د طالبانو له خوا لرې کړی شو.
له بلې خوا د افغانستان د کرکټ فیډریشن ویلې چې څلور نیم لکه ډالره پېسې چې د دوه زره یوویشتم کال په نړیوال سیالیو کې د افغانستان د ملي کرکټ ټیم لپاره بیلې شوې وې هم، ورکې شوې دي.
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د کرکټ فیډریشن یوازینی فیډریشن دی چې د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې کابو نیمه بودجه ورته بیله ده  او په افغانستان کې یوه  ډېر لګښت لرونکی فیډریشن ګڼل کیږي.

ټیګونه