Jul 13, 2022 11:59 Asia/Kabul

پلورنکي وایي ددې سیمې پر طالبانو سربیره یې ځایی خلک په ځانګړې توګه ځوانان ډیرې په سروي.

زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ، دافغانستان د ننګرهار په جلال ابا د ښارکې د لونګیو او قندهاري خولیو پلورنکي وایي دطالبانو په واکمنیدو سره یې د لونګیو او قندهاري خولیو د پلور بازار دپخوا په پرتله ښه شوی دی. پلورونکي وایي پخوا به یې یوازې سپینې او ساده خولۍ ډیرې پلورل کیدې او هغه به یوازې د پاخه عمر لرونکو خلکو اخیستې خو د طالبانو په راتګ سره یې د قندهاري خولیو چې یوه برخه یې پرې شوې وي دپلور بازار ښه شویدی. د پلورنکو پر وینا چې دا خولۍ د دې سیمې پر طالبانو سربیره ځایي خلک په ځانګړې توګه ځوانان ډیرې په سروي ، دلونګیو او خولیو دپلورنکو پر وینا که څه هم چې دلته دا خولۍ په قندهاري خولیو مشهوري دي خو دوې یې له ګاونډي هیواد پاکستان څخه راوړي اوداچې د پاکستان په بلوچستان او سند ایالتونوکې دا ډول خولۍ ډیری کارول کیږي نو ځکه یې هلته دتولید کچه هم لوړه ده.

نور تفصیل ئې زمونږ دخبریال له خولې آورو .

 

ټیګونه