په زابل او قندهار کې (۱۰) لس تنه مجرمین نیول شوي نور جزیات په راپور کښې واورئ
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په سهیل زابل او قندهار ولایتونوکې لس (۱۰) تنه مجرمین دامنیتي ځواکونو له خوا څخه نیول شوي .
د زابل امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو د مدیریت مدیر عصمت الله کرامت رسنیو ته ویلي چې (۶) تنه کسان یې په مرکز کلات کې د جنایي جرمونو په تړاو هغه مهال ونېول چې په ټولنه کې يي غیر اخلاقي او غیر قانوني کارونه کول.
له بل اړخه په قندهار کې هم (۴) تنه غله د امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې نیول شوي.
دغو کسانو د ښار د صرافۍ له مارکېټ څخه شتمن کسان څارل او وروسته به ېې په متختلفو سیمو کې په زور ترې پیسې اخیستلې .
ویل کیږي چې یاد کسان یې د يو تن څخه د پيسو د غلا کولو په وخت کې لاس په لاس نیولي دي.
نيول شويو کسانو په لومړنيو څېړنو کې په دوو وژنو او د شتمنو کسانو د ټپي کولو په څلورو پېښو باندې اعتراف کړى دى .
تر دې وړاندې دافغانستان په کندز ولایت کې (١٩) تنه د جنايي جرمونو په تور نيول شوي وو.