Aug 06, 2022 11:06 Asia/Kabul
  • د جینکو ښوونځي د افغانستان د خرابولو په موخه بند کړې شوې دي

کرزی:د نجونو ښوونځي د پاکستان په امر د افغانستان د پرځولو لپاره تړل شوي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په نا مستقيمه توګه په افغانستان کې د طالبانو حاکمه اداره د پاکستان په لاسپوڅي توب تورنه کړې او ویلي،چې د افغان نجونو ښوونځي د افغانستان د وروسته پاتې ساتلو په هدف د دغه هېواد په امر تړل شوي.

د تاند خبري سایټ په لیکنه، حامد کرزي د جرمني شپېګل مجلې ته په مرکه کې دا هم ویلي چې د طالبانو يو شمېر مشران د تړل شويو ښوونځيو بيرته پرانيستل غواړي.

هغه نه ده په ډاګه کړې چې د نجونو د ښوونځيو د تړل کیدو پریکړه پاکستان د طالبانو د کومې ډلې په وسيله او په کوم زور عملي کړې او دا چې د طالبانو کومه یوه ډله د دې پریکړې خلاف ده او ولې ښکاره غږ نه شي کولې.

کرزي په دې مرکه کې طالبانو ته په خطاب کې ویلي دي: د ميليونونو افغانانو پر وړاندې چې موډرن ژوند او د بیان ازادي ېې تجربه کړې، نه شئ اودريدلی.

ښاغلي کرزي د دې مرکې پر مهال له طالبانو غوښتي،چې که د نړيوال مشروعيت په تکل کې دې شي، بشري حقونه دې تامین کړي او د پخوانيو امنیتي ځواکونو او نورو مخالفانو پر وړاندې د غچ اخيستو اعلان ته دې ژمن پاتې شي.

خو طالب چارواکو د حامد کرزي څرګندونو ته هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.

 

ټیګونه