Aug 06, 2022 13:24 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې حقاني کندهار ته د ترافيکي پېښې پر مهال د طالبانو د وژل شوي مشهور قومندان پيرآغا د فاتحې لپاره تللی و

د کابل په وزير اکبرخان سیمه کښې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید پر مهال د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کيدو او د هغه د تورن کوربه او د حقاني شبکې د مشر سراج الدين حقاني له څو ورځينۍ نادرکۍ وروسته،د حقاني د ځای ځایګي په اړه مختلفې ادعاوې شوي دي.

تاند خبري سایټ لیکلي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت،چې سراج الدين حقاني يې سرپرست وزير دی، د نوموړي د يو شمېر عکسونو له خپرولو سره کندهار ولايت ته د سراج الدين حقاني د سفر ادعا کړې ده.

سرچینې ویلي چې حقاني کندهار ته د ترافيکي پېښې پر مهال د طالبانو د وژل شوي مشهور قومندان پيرآغا د فاتحې لپاره تللی و.

په ورته وخت کې ځینو رسنیو د خپلو سرچينو په حواله خبر ورکړی،چې سراج الدين حقاني د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کيدو وروسته د خوست له لارې پاکستان ته تښتیدلی،څو د الظواهري د کوربه په توګه د امریکا له احتمالي بریدونو څخه ځان وژغوري.

د ګڼو رسنيو په راپورونو کې راغلي،چې ایمن الظواهري د سراج الدين حقاني په یوه اړوند مېلمستون کې ژوند کاوه او د حقاني مخالفو طالبانو په خاص ډول د لوی کندهار د طالبانو ډلې یې معلومات پر امریکایانو خرڅ کړي.

خو طالبانو د دغو خبرونو په اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

 

ټیګونه