Aug 06, 2022 13:53 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

داعش ترهګرې ډلې د کابل د پرونۍ چاودنې پړه ومنله. په دغې چاودنې کښې اته تنه شهیدان او ۱۸ نور زخمي شوي دي.

په تیر کابو یو کال کښې چې په افغانستان باندې د طالبانو له بیا واکمنیدو تیریږي، داعش ترهګرې ډلې په افغانستان کښې محتلفې ترهګرې چاودنې او حملې کړې دي چې په کښې د قندوز او بلخ خونړیو چاودنو ته اشاره کولې شو. دا په داسې حال کښې دي چې طالبانو تل په افغانستان کښې د داعش ډلې د نابودۍ او یا یې د سختې کمزورۍ ادعا کړې ده. نو په دې وجه د کابل پرونۍ چاودنه له دوو اړخونو د غور او څیړلو وړ ده. وړومبې دا چې داعش ترهګره ډله د طالبانو د امنیتي تابیاؤ په وړاندې یوځل بیا خپل زور ښايي او غواړي چې دغه تدابیر کمزوري وښايي. دویمه دا چې د حسیني تاسوعا او عاشورا په درشل کښې چې طالبانو سخت امنیتي تدابیر ټینګ کړي دي، د کابل ترهګره چاودنه غور راپارونکې او د شهیدانو د سردار امام حسین علیه السلام د عزادارۍ د شپو ورځو په لړ کښې د طالبانو د سیاستونو د اجرا یو ډول ناکامه کونکې کیدې شي.

د افغانستان د چارو تکړه کارپوه ډاکټر علي واحدي په دې هکله وايي: باید د افغان طالبانو او د وارداتي طالبانو چې هم هغه حقاني شبکه ده، د افکارو او اعتقاداتو ترمینځ د فرق قایل شو. دا څه چې نن سبا په افغانستان کښې د اعتقادي او اجرايي مسائلو په هکله وینو، د حقاني شبکې له افکارو متاثره دي چې له داعش سره ملګرتیا لري او د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وینا، له پاکستان څخه لارښوونه کیږي.

طالبان ښه پوهیږي چې د خپلې واکمنۍ د دوام او په رسمیت یې د پیژندل کیدو لپاره د ملي وحدت پیاوړتیا او له نړیوالې ټولنې سره رغنده تعامل ته ضرورت لري حال دا چې د جینکو د ښوونځیو د بندولو او د افغانستان له کال هیندارې د نوروز او عاشورا د رخصتیو د ختمولو په شمول د طالبانو پروګرامونه د طالبانو له دغو اهدافو سره بیخي په ټکر او تضاد کښې دي.

د حسیني عاشورا په شمول له مذهبي دستورو سره د افغان طالبانو د تعامل مخینې ته په پام سره د افغانستان د خلکو له نظره حقاني طالبان په دغه هیواد کښې د مذهبي او ټولنیزې تفرقې رامینځته کولو په لاره ګام اخلي. دغې ډلې د پاکستان په ملاتړونو سره نه یوازې په افغانستان کښې د ټولنیزو او مذهبي سیاست جوړونو د عمل نوښت په لاس کښې اخیستی بلکې د ترهګرو په مرکز باندې د دغه هیواد په بدلولو لګیا ده.

د افغانستان د چارو یو بل تکړه کارپوه ابوالفضل ظهره وند په دې اړه وايي: طالبانو له هم هغه اول څخه په کابل باندې په حملې او په زوره د واک په ترلاسه کولو سره وښودله چې له هغو طالبانو بدل دي چې دوه کاله یې په دووحه کښې له امریکې سره مذاکرات وکړل او پاکستان د افغانستان په خلکو بندې د حقاني شبکې په ورتپلو او مسلط کولو سره نه یوازې افغان طالبان ډډې ته کړل بلکې په افغانستان کښې د دیني او اجتماعي نفاق اچولو په لټه کښې هم دي.

په هر حال، له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره چې مختلفو نومونه او عنوانونه لري، د حقاني شبکې احتمالي اړیکې ته په پام سره ویلې شو چې د کابل د جمعې د ورځې چاودنه د ناامنۍ رامینځته کولو او د امنیتي ګواښونو په موخه وشوه ترڅو د محرم د محدودیتونو په هکله د طالبانو سیاستونه چې د حسیني بیرغونو او نښونښانو تر راغونډولو پورې هم مخ ته تلي دي، تش په نامه توجیه منونکي وي.

دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان ټولنه له روان کړکیچه د وتلو لپاره ملي او مذهبي یووالي ته ضرورت لري. خو د وخت تیریدل د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه د طالبانو له سیاستونو او پروګرامونو سره لازیاته اشنا کوي کوم چې پ اوږد مهال کښې د هغوي په ګټه نه دي.                           */*/*/*/

 

ټیګونه