Aug 07, 2022 07:48 Asia/Kabul

سپین غر پړانګانوکرکټ لوبډلې دکرکټ په شپږیزه سیالیو کې لومړی ځای خپل کړی دی

دیادې لوبډلې دستاینې مراسم د ننګرهار د کرکټ امریت په نوښت د ولایتي ادارې دلوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو او د کرکټ مینه والو په ګډون  دننګرهار  والي په کارځای کې جوړ شوي وو. دسپین غر پړانګانو کرکټ لوبډلې لوبډلمشر عصمت  الله وویل دکرکټ په شپیږیزه سیالیو کې یې دلوبډلې پېل ښه وو او طمع وه چې ددې سیالیو پاې به هم ښه وي . هغه وویل توپ اچوونکو، توپوهونکو او ډګر ساتونکو هر یو په خپله برخه کې وړتیا وښوده او ښه لوبې یې تر سره کړې.

ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند دسپین غرپړانګانو لوبډلې لوبغاړو او مشرانو ته  د دې بریا له امله مبارکي وویله او هغوې یې  دنورو بریاوو خپلولو ته وهڅول. دننګرهار دولایتي ادارې امنیتي سکتور چارواکو لوبغاړو ته په ننګرهار کې دهر ډول لوبو د ترسره کولو پرمهال د خوندي امنیت د ټینګښت ډا‌ډ ورکړ. ددې مراسمو په پاې کې لوبغاړو ته ډالۍ او داعزاز لونګۍ هم ورکول شوې. شپږیزه کرکټ سیالۍ هر کال په پلازمینه کابل کې ترسره کیږي ، په سږني اتم پړاو سیالیو کې اته لوبډلو برخه اخیستې وه چې دکرکټ د ملي لوبډلې پر غړو سربیره  پکې  دافغانستان له ګوټ ګوټ  څخه خواوشاه دوه سوه لوبغاړي ولوبیدل. ددې سیالیو پای لوبه دسپین غر پړانګانو او بست ساتونکو تر منځ وه چې داته نومرو په توپیر سره د سپین غر پړانګانو په ګټه پای ته ورسیده . دا دریم ځل دی چې دسپین غر پړانګانو کرکټ لوبډله ددې سیالیو اتلولي خپلوي.

 

ټیګونه