Aug 08, 2022 11:56 Asia/Kabul

د پکتیکا او خوست ولایتونو د زلزله ځپلو کورنیو لپاره (۲۰۰۰) نوي کورونه جوړېږي .

د سیمې زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې په افغانستان کې پېښو ته د رسېدګۍ په چارو کښې د دولت د وزیر مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم په دې وروستیو کښې د (AHDAA) موسسې له مسئول سید شفیق سره کتلې دي چې په دغې کتنه ښاغلي مسلم وروستیو زلزله ځپلو کورنیو ته په وینا کښې وویل: د سروې او انجنیرۍ تخینکي ټيمونه مې (ګیان، برمل، سپېرې او ژېړوک) ولسوالیو ته لیږلي چې دهغوی له تحقیقاتو وروسته به دنويو کورونو دجوړولو چارې پیل شي.

د نوموړي په وینا په (برمل، سپېرې او ژېړوک) ولسوالیو کې هغو موسسو چې د کور جوړولو کار یې شروع کړی ، ادامه لري.

د افغانستان لپاره د (AHDAA) مسوول سید شفیق د خپلې موسسې د فعالیتونو په اړه زیاته کړه: په پام کې ده چې په (پکتیکا او خوست) ولایتونو کې د نږدې (۱۳) میلیونه ډالره په ارزښت د (۲۰۰۰) زلزله ځپلو کورنیو لپاره نوي کورونه جوړ کړي او د ګټې اخیستنې لپاره به یې دوي ته وسپاري.

باید وویل شي چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې دوروستیو زلزلو له امله زرګونو کورنیو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

 

ټیګونه