Aug 08, 2022 14:03 Asia/Kabul

په جلال آباد ښارکښې به دکاري فرصتونو رامنځته کوونکې نږدې شپیته پروژې پېل شي

دملګروملتونو اړوند (UNOPS) اداره غواړي چې د افغانستان په نهه ولایتونو کښې د کاري فرصتونو رامنځته کوونکې شپږ سوه پروژې پلې کړي چې ننګرهار هم په دغه ولایتونوکې شامل دی .

دجلال اباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکټوری چارو رییس انجنیر دوست محمد د جلال اباد ښار د نهه ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو او سیمه ییزو شوراګانو له مشرانو او د ملګرو ملتونو د یادې ادارې له استازو سره په ګډه ناسته کې وویل دجلال اباد ښار په نهه ګونو ناحیو کې به اته پنځوس بېلابېلې پروژې پلې شي.

نوموړي وویل دا پروژې به چې بنسټیزه موخه یې د خلکو لپاره د کاري فرصتونو برابرول دي د ګذروکیلانو او سیمه ییزو شوراګانو له لورې غوره او د ښاروالۍ د تخنیکي ډلګیو له تایید وروسته به د اړونده ادارې له لورې پلې شي. انجنیر دوست محمد همداشان وویل چې د دغو پروژو د پلي کیدو لپاره اتلس میاشتې وخت په پام کې نیول شوی چې په دې موده کې به زرګونه کسانو او اوزګارو ښاریزو ته د کار کولو زمینه برابره شي.

په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د اړونده ادارې په استازیتوب انجنیر صفت الله میاخیل وویل:که د ګذر وکیلانو او سیمه ییزو شوراګانو له لورې داسې پروژې چې ډیر کاري فرصتونه رامنځته کولای شي غوره او پلې شي نو ښایي د ملګروملتونو له لورې جلال اباد ته د ورکړی شویو پروژو شمیر هم زیات شي.

په جلال اباد ښار کې د کاري فرصتونورامنځته کوونکې دا پروژې داسې مهال پلې کیږي چې د بیکارۍ کچه خپل وروستي حد ته رسیدلې او د ښار واټونه له اوزګارو خلکو ډک دي چې زیاتره بې روزګاره خلکو سوال کولو او د نشه یی توکیو کارولو ته هم مخه کړې ده.

 

ټیګونه