Aug 08, 2022 15:12 Asia/Kabul
  • په تعلیمي نصاب کښې ستونزې د نجونو د ښوونځیو د نه پرانستل کېدو لامل دي

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې په تعلیمي نصاب کښې د ستونزو له کبله د نجونو ښوونځیو په پرانیستو کې ځنډ راغلی دی.

د پوهنې وزارت مرستیال سیداحمد شهیدخېل وايي: په تعلیمي نصاب کې د شته ستونزو او د دغو ستونزو تر هوارېدو به د نجونو ښوونځي تړلي پاتې وي خو په خبره یې د طالبانو حکومت له دباؤنو پرته هم د نجونو ښوونځیو پرانیستو ته ژمن دی.

هغه ویلي: «مونږ ته وخت راکړئ، ښوونځي به هرومرو پرانستل کېږی».

شهید خېل ډاډ ورکړ، چې حکومت به حتما یوه ورځ د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني د شپېګل مجلې سره په مرکه کې ویلي وو چې د نجونو ښوونځي د پاکستان په امر تړل شوي دي.

 

ټیګونه