Aug 08, 2022 16:33 Asia/Kabul
  • د افغانستان د شیعه مسلمانانو د امنیت په تامینولو ټینګار

افغانستان کښې د ملګرو ملتو نمانیدګۍ او یوشمیر افغان شخصیتونو د دغه هیواد په شیعه مسلمانانو بندې د ترهګرو حملو په مخنیوي ټینګار وکړ

په افغانستان کښې د ملګرو ملتو د نمایندګۍ دفتر (یوناما) د کابل ښار په لویدیځ کښې په حسیني ماتمیانو باندې وروستیو چاودنو ته په غبرګون کښې، د دغو بریدونو په اړه د شفافې څیړنې او دوباره د دغه ډول حملو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

د افغانستان د بشري حقوقو په چارو کښې د ملګرو ملتو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنټ هم د کابل ښار په پلِ سوخته سیمې کښې د چاودنې په غبرګون کښې وویل: د کابل ښار په غرب کښې د هزاره ؤ په رش لرونکي بازار کښې په ملکي وګړو باندې یوه بله بوږنونکې حمله دداعش د جنایتونو د دوام نښه ده او د دې جنایت ترسره کونکي باید محاکمه شي.

هم داشان له افغانستان نه بهر استوګنو یوشمیر افغان شخصیتونو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کابل په لویدیځ کښې د تیرو دوو ورځو چاودنې وغندلې.

په افغانستان کښې په شیعه مسلمانانو باندې د ترهګرو بریدونو د بندیدو او د هغوي د امنیت د تامینیدو په ضرورت باندې په افغانستان کښې د ملګرو ملتو د نماینده دفتر ټینګار، په دغه هیواد کښې د نورو مذهبي او قومي اقلیتونو په پرتله د شیعیانو ساتنې ته د طالبانو د حکومت د بې پامۍ یوه جدي نښه ده.

که څه هم د افغانستان شیعه ټولنه په مختلفو وختونو کښې تل د ترهګرو حملو هدف ګرځي خو د محرم او صفرې په میاشتو کښې چې د دغه هیواد شیعه مسلمانان د نړۍ د نورو شیعیانو په شان د امام حسین علیه السلام د عزدارۍ دستورې ترسره کوي، له بل هر وخته زیات د ترهګرو او وهابي ډلو له ګواښونو سره مخامخ کیږي.

د طالبانو حکومت په داسې حالاتو کښې د شیعه مسلمانانو د امنیت د تامینولو او د هغوي خلاف د حملو مخنیوي ته بې پامي کوي چې دغې ډلې د تیر کال په آګست میاشت کښې په افغانستان باندې د واکمنیدو په وخت ژمنه کړې وه چې په هیواد کښې به د ټولو خلکو په تیره بیا د لږکیو امنیت ټینګ کړي.

په تیر یو کال کښې چې د افغانستان شیعه مسلمانان په کراتو له ترهګرو بریدونو سره مخامخ شوي دي، د طالبانو د حکومت امنیتي کړنلاره ډیره کمزورې پاتې شوې ده.

سره له دې چې اټکل کیده د طالبانو په واکمنۍ سره به په افغانستان کښې د داعش ترهګرې ډلې فعالیت کم شي خو په دغه هیواد کښې د داعش د وژونکي او انساني ضده اقداماتو بهیر نه یوازې مخ په کمیدو نه دی بلکې لا پراخ شوی هم دی.

په افغانستان کښې د ترهګرو حملو په هکله د پام وړ ټکی دادی چې د امنیتي ګواښونو په رامینځته کولو کښې د داعش ترهګرې ډلې اصلي هدف د دغه هیواد شیعه ټولنه ده چې په تیر یو کال کښې یې په بیلابیلو ښارونو کښې د شیعه مسلمانانو د جَمعې او د جُمعې په لمونځونو کښې د چاودنو په شمول په مختلفو طریقو هغوي په خاورو او وینو کښې لغړولي دي.

سره له دې چې د طالبانو حکومت ژمنه کړې وه چې د محرم د میاشتې د مراسمو لپاره به په افغانستان کښې د عزادارانو د امنیت د تامینولو لپاره ځانګړي امنیتي تابیاوې غوره کړي خو د عزادارۍ او ماتم په مراسمو کښې وروستیو ترهګرو بریدونو وښودله چې د طالبانو حکومت د هیواد د شیعه ټولنې د سر ساتنې لپاره هغه شان ژمنوالی نه لري د کوم چې ترې تمه کیدله او دغه ټولنه لاهم د ترهګرو د هدفمندو بریدونو سره مخامخ ده.

داسې ښکاري چې تر څو پورې د طالبانو حکومت د چارو په چلولو کښې په قوم پالنې او د واکمنۍ په ډګر کښې په یو خاص تفکر باندې تکیه ولري تر هغې به د اقلیتونو د امنیت په شمول د هغوي د حقوقو تامینولو ته ژمنتیا، کوم خاص اعتبار ونه لري.                                                          */*/*/*/*/*/*/

 

ټیګونه