Aug 09, 2022 14:12 Asia/Kabul
  • په کندهار کې د حسیني عاشورا مراسم په ځانګړو امنیتي تدابیرو سره ترسره شول

هغه زیاته کړه، دوی په هر حالت کې بشپړ چمتووالی لري او د خلکو خدمت کوي او هیڅکله به د اسلام دښمنانو ته اجازه ورنکړي چې د شیعه او سني ترمنځ تفرقه رامنځته کړي.

 

د حسیني عاشورا د مراسمو امنیت په کندهار کې د طالبانو د ځانګړې قطعې د ځواکونو، کشفي ځواکونو او د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ په همکارۍ برابر شو او دغه مراسم له کومې امنیتي پېښې پرته په پوره امنیت کې ترسره شول.

افغان غږ خبری آژانس وایی په کندهار کې د ځانګړې قطعې عمومي قومندان حافظ نظر محمد حبیب وویل: په کندهار کې څه باندې ۳۰۰ امنیتي ځواکونه د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د عاشورا د مراسمو د امنیت د ساتلو دنده پر غاړه لرل. د کندهار ولايت د امنيت شورا له لوري په ټاکل شوي تګلاره کي له عاشوراشپې څخه امنيتي ځواکونه  ځاى پر ځاى شوي ول او ټول امنيتي وضعيت يې تر خپل کنټرول لاندي راوستى وو.

د لمړي ښاری کنډک  قوماندان  مولوي عبدا...هم افغان غږ خبری آژانس ته وويل: عاشورا يوه واقعي او نه جبرانېدونکې پېښه ده، چې د نړۍ ټول مسلمانان بايد د دې مهمې ورځې په نمانځلو لپاره په هر ډول ممکنه توګه ونډه واخلي.

هغه زیاته کړه، دوی په هر حالت کې بشپړ چمتووالی لري او د خلکو خدمت کوي او هیڅکله به د اسلام دښمنانو ته اجازه ورنکړي چې د شیعه او سني ترمنځ تفرقه رامنځته کړي.

دکندهار یوه اوسیدونکي  محمدآغاهم افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د حسیني عاشورا د ورځې د ماتم په پروګرام کې خلکو د امن په فضا کې ګډون وکړ او د امنیتي ځواکونو له خوا په رامنځته شوي امنیت سره خلک وتوانیدل چې د ماتم مراسم په ښه ډول په آرامۍ سره ترسره کړي.

 

ټیګونه