Aug 09, 2022 14:49 Asia/Kabul
  •  ملګروملتود افغانستان د شیعیانو د وژلې د عاملانود محاکمې غوښتنه وکړه

د بخښنې نړیوالې موسسې د راپور په اساس د افغانستان د شیعیانو پرضد حملې هدفمنې او پلان شوی وې .

 

د ملګروملتو د بخښنې نړیوالې موسسې د طالبانو له حکومته غوښتی دی چی په کابل کې د محرم په ورځو کې د شیعیانو د وروستی قتل عام د عاملانو د وژلې په اړه پلټنې او عاملان یې سزا کړي .

د کابل په لویدیځ کې د شیعیانو پرضد په وروستیو حملو کې چی داعش ترهه ګرې ډلې یې مسولیت پرغاړه اخیستې دې ، ۱۲۰ شیعیان شهیدان او ژوبل شول . د بخښنې نړیوالې موسسې د راپور په اساس د افغانستان د شیعیانو پرضد حملې هدفمنې  او پلان شوی وې .

 له بلې خوا د نورستان ولایت چارواکي وايي، چې د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو یوه لوړ پوړي پلاوي دغه ولایت ته سفر کړی دی.

د نورستان د والي وياند سيف الدين لټون وايي، په تېرو شلو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په ختيځو ولايتونو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د دفتر مشر له خپل يوه پلاوي سره د نورستان مرکز پارون ته سفر کړى دى.

د سيف الدين لټون په وينا، د نورستان والي حافظ محمد آغا حکيم د ملګرو ملتونو د دغه لوړپوړي چارواکي له راتګ څخه د مننې ترڅنګ په نورستان ولايت کې د شته ستونزو په ځانګړي ډول د پوهنې، روغتيا، کرنې او د کليو پراختيا په برخو کې پر شته ننګونو ټينګار وکړ او د حل غوښتنه يې وکړه.

د نورستان د والي وياند وايي: ویلیام د نورستان والي ته ډاډ ورکړ، چې په يادو برخو کې به د لازمو مرستو ترڅنګ له څلور زره اړمنو کورنيو سره هم مرسته وکړي.

.

 

ټیګونه