Aug 10, 2022 11:52 Asia/Kabul
  •   د انجونو دښونځیو د پرانیستوپه اړه جدي یوو

وئيل کیږي،ددغه شان ادعاګانو له تکراریدا موخه،په افغانستان  کې د انجونو دښونځیو د تړل کیدا په باب د اعتراضونو کمیدا ده. 

زمونږخبریال د صدای افغان خبري آژانس له قوله راپور راکړ،په قطر کې د طالبانو دحکومت سیاسی ویندوي نعیم وردک  پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي،دانجونو د ښونځیویا مکتبونو تړل کیدا یو  مذهبی اړخ درلود او  دهیواد په داخل کې دعالمانو  موافقې ته اړتیا لري . وردک زیاته کړې ده، ددغې موافقې په باب کار روان دی څو تړل شوي مکتبونه  زرترزره پرانیزو.

طالبانو په افغانستان کې د تیر کال په اګست کې قدرت ته له رسیدا وروسته  ژمنه کړې وه د یولړ بدلونونو وروسته به ډیر زر د انجونو تړل شوي ښونځي پرانیزي او دغه راز به د ښځو د حقوقو په باب هم زر فیصله وکړي ، خو له یوه کال تیریدا سره سره تر دې دمه  نه دانجونو ښونځي پرانیستل شوي دي او نه هم په ادارو کې دښځو د کار کولو په باب کومه فیصله شوې ده،چې دا دنړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو دحکومت د په رسمیّت پيژندنې په اړه یوه جدي غوښته هم ده.

داپه داسې حال کې دي چې څو ورځې مخکې د  افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم وئيلي ووپه افغانستان کې د انجونو دمکتبونو دتړل کیدا عامل په داخل کې نه دی،بلکې  پاکستان په دغې چارې کې ګوتې وهي او  دغه هیواد  یو باسواده ،برمختللی اوقدرتمند افغانتسان نه غواړي .

 

ټیګونه