Aug 11, 2022 12:21 Asia/Kabul
  • اقتصاد پوهانو د امریکا له خوا د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خلاصون غوښتنه وکړه

په دغه لیک کې راغلي چې هیوادونه د ښځو او لږکیو په وړاندې د طالبانو پر چلند د نیوکې ترڅنګ باید د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا نهه میلیارده ډالره شتمنۍ بیرته مرکزي بانک ته وسپاري.

 

د نړۍ  څه د پاسه اویا مشهورو اقتصاد پوهانو د امریکا ولسمشر جو بایډن ته لیکونه استولي او د دغه هېواد د کنګل شویو پیسو د خلاصون غوښتنه یې کړې ده. د دوی په وینا د بشري ناورین د کمولو او د افغانستان د اقتصاد د سمسورتیا لپاره باید د افغانستان بانک ته اجازه ورکړل شي چې خپلې نړیوالې زیرمې بیرته راوباسي.

په دغه لیک کې راغلي چې هیوادونه د ښځو او لږکیو په وړاندې د طالبانو پر چلند د نیوکې ترڅنګ باید د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا نهه میلیارده ډالره شتمنۍ بیرته مرکزي بانک ته وسپاري. د دې هیواد اقتصادي فعالیتونه بیرته عادي حالت ته راستانه شي

کابو یو کال وړاندې د طالبانو د واکمنۍ او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان اقتصاد له ژور بحران سره مخ شو.

د لیک په یوه برخه کې راغلی دی د افغانستان خلکو که څه هم اوسنی دولت ندې انتخاب کړې خو د زیاتو کړاونو او مصیبتونو زغملو ته مجبوره دي .

 

ټیګونه