Aug 11, 2022 12:30 Asia/Kabul
  • په کابل کې مظاهره چیانو د امریکا بیرغ وسوزوه

د هېواد دصرافانو د اتحاديې په پرېکړه ليک کې ويل شوي، چې د هېواد په فضا کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو حرکت له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ګڼو او په کلکه يې غندو.

 

په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید په غبرګون کې د هېواد د صرافانو اتحادیې او سلګونو هېوادوالو د دغه هېواد پر ضد لاریون وکړ او د امریکا بیرغ یې وسوځاوه. دوی ویلي چې د غاصبینو پر وړاندې به ودریږي.

افغان غږ خبری آژانس  وایی د هېواد د صرافانو اتحادیې او په سلګونو کسانود امریکا د بې پیلوټه الوتکې له خوا د افغانستان له هوایی حریم څخه د سرغړونې په غبرګون کې د مرګ پر اشغالګر، مرګ پر امریکا شعارونه ورکړل او د امریکا بیرغ یې تر پښو لاندې کړ او اور یې ورته واچاوه.

د هېواد دصرافانو د اتحاديې په پرېکړه ليک کې ويل شوي، چې د هېواد په فضا کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو حرکت له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ګڼو او په کلکه يې غندو.

 د هېواد د صرافانو اتحاديې مسوولين هم د هېواد له امنيتي او هوايي ځواکونو څخه غواړي چې د هېواد له فضا څخه ساتنه وکړي او د غاصبينوسپیره  نيتونه شنډ کړي.

 

ټیګونه