Aug 11, 2022 13:47 Asia/Kabul
  • د بغلان په یو سراي کې اور لګېدنې لس دوکانونه سوځولي دي

د دغې اورلګېدنې لامل تر اوسه څرګند نه دی. د دوکاندارانو په خبره، اور له دوو ساعتونو وروسته د اور وژنې ادارې له خوا مړ شو.

 

د بغلان سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د دغه ولایت په سرای کې اور لګېدنې لس دوکانونه سوځولي او ډېر زیان یې اړولی دی.

دغه پیښه نن د پلخمري ښار په مندویو کې شاوخوا ۱:۳۰ بجې رامنځته شوې ده.

د دغې اورلګېدنې لامل تر اوسه څرګند نه دی. د دوکاندارانو په خبره، اور له دوو ساعتونو وروسته د اور وژنې ادارې له خوا مړ شو.

يو شمېر هټيوال وايي، چې دې اورلګېدنې دوى ته ډېر زيانونه اړولي دي.

د هټيوالو په وينا، د هټيو دننه او شاوخوا يې مالونه ويجاړ شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د پلخمري ښار په دی سراي کې اور لګېدنه رامنځته کېږي. په تېرو کلونو کې په دې سیمه کې د اورلګېدنې له امله هټیوالو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

 

ټیګونه