Aug 11, 2022 14:12 Asia/Kabul

دافغانستان د اوبو او انرژۍ د سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د ایران اسلامي جمهوریت د نیرو وزیر علي اکبر محرابیان په مشرتوب له راغلي پلاوي سره لیدنې او کتنې کړې دي

دافغانستان دولتي آژانس راپور ورکړی چې په دې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د اوبو او انرژۍ په اړه او ددې سربېره دنورو مختلفو مسائلو اړوند خبرې اترې شوې دي.

په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر زیاته کړه چې د افغانستان حکومت د افغانستان او ایران ترمنځ د (هلمند سیند) د اوبو په اړه د (۱۳۵۱ هـ ل ) کال د تړون د پوره پلي کولو په اړه ژمن دی.   

ها خوا د ایران د نیرو وزير هم یاد تړون ته ایران هېواد ژمن بللی او زیاته کړې یې ده چې ایران چمتو دی د بادي برېښنا د تولید ، د برېښنا صادرات او د افغانستان لویو ښارونو ته د څښاک اوبو لیږد په سترو پروژو کې له افغانستان سره همکاري ترسره کړي.

د یادې لیدنې په پای کې پرېکړه وشوه چې د (هلمند سیند) د اوبو تړون مطابق د ایران د (حقابې) د ورکړې درېیو ځايونو د ټاکل کېدو په اړه عملي چارې څنګه چې ورته مهال ویش ټاکل شوی نږدې راتلونکي کې پیل شي.

له دې وړاندې هم د افغانستان او ايران ګډو پلاوو د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو ستونزې د حل په خاطر ناستې پاستې ترسره کړي دي.

 

 

 

ټیګونه