Aug 11, 2022 14:48 Asia/Kabul

دافغانستان سهیل یا جنوب ( زابل ) ولایت په یوې ولسوالۍ کې یو ښونځی او یوه مدرسه دخلکو د زده کړې په خاطر ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .

 د زابل د پوهنې رئيس مولوي محمد عثمان حريت رسنیوسره په خبرو کې ویلي چې دا ښونځی او مدرسه د زابل په (شملزو) ولسوالۍ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

داسې ویل کيږي چې یاده مدرسه او ښوونځی د (شملزو) په (ځنځير) سیمه کې د قومي او جهادي مشرانو له خوا څخه د دوی په مالي لګښت جوړ شوي دي.

د زابل د پوهنې رییس مولوي محمد عثمان حريت د مدرسې او ښوونځي په پرانیست غونډه کې له خلکو څخه دخپلو بچو یادو زده کړه ایز مرکزونه ته د رالیږلو غوښتنه وکړه تر څو په وینا ېې د دوی بچیان د علم په ګانه سمبال شي .

نوموړي په خپلو خبرو کې له افغان دولتي آژانس سره زیاته کړې چې په خپل ټول توان سره هڅه کوي چې د زابل په ټولو ولسواليو او لرې پرتو سیمو کې ښوونځي او مدرسې پرانېزي تر څو په وینا یې راتلونکی نسل د جهل له تيارو څخه بچ شي او په علمي ډګر کې پوره پوه شي.

دیاد آژانس  دراپور له قوله ویل شوي چې د زابل پوهنې ریاست غواړي د دې ولایت په لرو پرتو سیمو کې (۱۲۰) بابه نور ښوونځي هم د دې ولایت د زده کوونکو پر مخ پرانیزي.

تر دې وړاندې روزګان ولایت ته د ښوونځیو لپاره شاوخوا (۳۰۰) زره کتابونه د لومړي او دوهم ټولګیو د زده کوونکو لپاره انتقال شوي چې د روزګان د پوهنې رئیس په وینا (۲۶۴) زره جلده کتابونه دې ولایت ته رسېدلي دي او پر زده کوونکو به ووېشل شي.

 

 

ټیګونه