Aug 11, 2022 16:21 Asia/Kabul
  • د امریکا زور وینه او د افغانستان اقتصادي کمزوري کول

د طالبانود قدرت د ترلاسه کولو په پلمه د افغانستان د شتمنیو کنګل کول په داسې حال کی ترسره شوی چی د دغه هیواد خلکو د طالبانو حکومت ندې انتخاب کړی خو د اقتصادي مشکلاتو په دلیل د کړاونو زغملو ته مجبوره دي

د افغانستان د داخلي مشکلاتو ترڅنګ د امریکا په وسیله د دغه هیواد دشتمنیو کنګل کول د افغانستان اقتصادي وضعیت ورځ په ورځ خرابوي . د نړۍ  څه د پاسه اویا مشهورو اقتصاد پوهانو د امریکا ولسمشر جو بایډن ته لیکونه استولي او د دغه هېواد د کنګل شویو پیسو د خلاصون غوښتنه یې کړې ده.

امریکا تیر کال په افغانستان د طالبانو له سلطې وروسته ادعا وکړه چی د طالبانو لخوا د دوحیې موافقې د خلاف ورزۍ او د کابل د نیولو په دلیل یې د افغانستان د مرکزی بانک شتمنۍ د طالبانو د استفادې په دلیل کنګل کوی . اټکلونه د دې ښودنه کوی چی د افغانستان لږ تر لږه لس میلیارډ ډالره کنګل شوی دي .

د طالبانود قدرت د ترلاسه کولو په پلمه د افغانستان د شتمنیو کنګل کول په داسې حال کی ترسره شوی چی د دغه هیواد خلکو د طالبانو حکومت ندې انتخاب کړی خو د اقتصادي مشکلاتو په دلیل د کړاونو زغملو ته مجبوره دي . په دې ډول چی د امریکا د پوهنتون استاد فرانسیس بویل په دې باره کی ویلی دی د افغانستان د شتمنیو په کنګل کولو کی د بایډن اقدام د اقتصادي جنګ غیرقانونی شکل او ښکاره غله ده چی د افغانستان خلک له لوږې سره مخامخوي .

البته د افغانستان د خلکو ددغو معیشتی شرایطو په رامینځته کولو کی د امریکا رول یوازې له دغه هیواد د شتمنیو په کنګل کولو نه ختمیږي بلکې په افغانستان کې د امریکا له شل کلن له شتون او په دغه هیواد کی د دیموکراسي د شعار او سیسټماټیک  کولوادعا سره سره د دې شاهدان یو چی د افغانستان اقتصاد په بشپړه په بهرنی مرستو متکی شوې دې . د امریکا ټولې ژمنې او ادعاګانې دروغ وې ، تر دې ځایه چی د افغانستان د مالیې وروستې وزیر خالد پاینده چی اوس په واشنګټن کې ټیکسی چلوی ، د امریکایانو د ادعاګانو په اړه وایی په افغانستان کې د ډیموکراسي لپاره د امریکا ادعا یو تظاهر وو .

دافغانستان د خلکو معیشتی وضعیت ډیر زیات خراب دې او ډیرو خلکو او تکړه کسانو له افغانستانه مهاجرت کړی دی ، خو په دې مینځ کې د افغانستان د میلیارډونو ډالره کنګل کولو د افغانستان اقتصادی نسکوریدا نوره هم چټکه کړی ده ، تر دې چی ملګروملتو په تیروڅو میاشتو کې په خپلو راپورونو کې خبردارې ورکړی چی د افغانستان د میلیارډونو ډالره شتمنیو کنګل کول په جدی توګه  د دغه هیواد اقتصاد له پاشلتیا سره مخامخوي او په دې سره به په میلیونونو افغانان د بی وزلۍ او لوږې ښکار شي .

د امریکا ولسمشر  د روان کال په لومړیو کی د بشر دوستانه چارو لپاره د  افغانستان د یوازې درې نیم میلیارډ ډالرو د ازادولو حکم صادر کړ . هغه اقدام چی د امریکا د مشرانو سلطه غوښتنې خوی یې نور هم په ډاګه کړ . البته د امریکا دا ستراتیجۍ د افغانستان د نیواک په کلونو کی هم تکرار شوی وه . د بیلګې په توګه د معادنو لوټول ، سیسټماتیک فساد ته لمن وهل ، د قدرت په مرکزونو کی د ملګرو پیدا کول . یو څه پیسې به یې د اقتصادی مرستو په توګه افغانستان ته ورکولې . د امریکایانو دا ستراتیجۍ او منطق د سرچینو د چورتالان ترڅنګ د افغانستان په اقتصاد کې په بهر پورې تکیه کیدا سیسټماټیکه کړی ده .

د امریکا په وسیله د افغانستان د مالی سرچینو کنګل کول د مالی او پولی مشکلاتو ترڅنګ د اورګانونود کمزورتیا ، د اقتصاد په اداره کولو کی د چارواکو د بی وسی ، د طالبانو په وسیله د پراخ بنسټه حکومت نه جوړول  او همداراز د پانګونې لپاره د امنیتی او ناامنۍ کړکیچ سبب شوی دی چی د افغانستان اقتصاد نور هم کمزورې شی .

په یوه کلی کتنه کې ویلی شو چی که د امریکا په وسیله د افغانستان د شتمنیو کنګل کول دوام ولرلې شی نو له اقتصادی نظره به د افغانستان سختې ورځې ولرلې شی .

د افغانستان لپاره له دغه وضعیته د وتلو یوه لاره  د ګاونډیتوب سیاست ته د کابل حکومت پام او د تجارت او ټرانزیټ د پراختیا په وسیله د اقتصادي مشکلاتو د اواری لپاره  له سیمه ایزو ظرفیتونو استفاده ده .

 

ټیګونه