Aug 12, 2022 06:42 Asia/Kabul
  • د کابل په یوه مدرسه کې چاودنې درحیم ا... حقاني  په شمول لس کسان ووژل

د کابل د نهمې حوزې د استخباراتو رييس عبدالرحمان د شیخ رحیم ا... حقاني وژل کېدا تایید کړه.

 

د طالبانو د حکومت یوه ویاند بلال کریمي تایید کړه چې د پلازمېنې کابل په شش درک کې په یوه مدرسه کې انتحاري برید دیني عالم شیخ رحیم ا...حقاني وژلی دی.

د رویټرز خبري اژانس دراپور له مخې، د کابل د نهمې حوزې د استخباراتو رييس عبدالرحمان د شیخ رحیم ا... حقاني وژل کېدا تایید کړه.

نورو طالب سرچینو ویلي چې برید کوونکی، چې په پښه ګوډ و، چاودونکي مواد په خپله پلاستیکي مصنوعي پښه کې پټ کړي وو.

شیخ رحیم ا... نرم دریځی دینی عالم ګڼل کېده، په بحث او خبرو یې باور درلود او له د وهابي یا سلفي افکارو له ملایانو سره یې مناظرې کولې. دی د نجونو د تعلیم پلوی و.

داعش ترهه ګرې ډلې د دغې چاودنې پړه پرغاړه اخیستی ده .

شیخ حقاني، چې د طالبانو د حکومت پلوی و، په وروستیو کې له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي و چې نجونې باید د زده کړو او ښځې د کار اجازه ولري.

 

ټیګونه