Aug 12, 2022 07:33 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د سیلابونو او تیزو بادونو امکان شته دی

نن په بدخشان، نورستان، کنړ، لغمان ولایتونو کې د ورښتونو او سیلابونو د راوتلو امکان شته

 

د هېواد د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د سختو بادونو او ورښتونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

زمونږ خبریال دافغان غږ خبری آژانس  له قوله راپور راکوی د هوا پېژندنې ادارې یو خبر خپور کړی چې نن په بدخشان، نورستان، کنړ، لغمان ولایتونو کې د ورښتونو او سیلابونو د راوتلو امکان شته. ننګرهار، پنجشیر، پروان، کاپیسا، کابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، بامیان، دایکندي، غزني، زابل او کندهارکی هم دا امکان  شته.

د هوا پېژندنې ادارې په بېلا بېلو ځايونو کې له ۱۰ تر ۴۰ ملي مترو پورې د باران اټکل کړی دی.

دغه راز دغه رياست په هرات، فراه، نيمروز، هلمند، کندهار او بلخ ولايتونو کې هم د يخنۍ د ورښتونو احتمال څرګند کړى دى.

د هوا پېژندنې ادارې په دغو ولایتونو کې د باد سرعت په ساعت کې له ۲۰ تر ۷۵ کیلومترو اټکل کړی دی.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د سېلابونو راوتلو له امله خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.

 

ټیګونه