Aug 12, 2022 07:37 Asia/Kabul
  • په لوګر او پکتیا کې د ویروسي ناروغۍ له امله شاوخوا ۶۵۰ څاروي مړه شوي دي

مالداران وايي چې د ژوند یوازینۍ لار د څارویو پالنه ده. خو د خپلو څارویو له لاسه ورکولو سره دوی په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي.

 

د لوګر او پکتيا ولايتونو د اوسېدونکو په وينا، د پوستکي ويروسي ناروغي د دوى په څارويو کې خپره شوې، چې شاوخوا ٦٥٠ څاروي يې له لاسه ورکړي دي.

په لوګر او پکتیا ولایتونو کې یو شمېر مالداران او بزګران وایی چې د پوستکی د خطرناکې ناروغۍ له امله له ۲۰ ورځو راهیسې له ۶۰۰ څخه تر ۶۵۰ شیدې ورکوونکې او نه شیدې ورکوونکې غواګانې وژل شوی دی.

مالداران وايي چې د ژوند یوازینۍ لار د څارویو پالنه ده. خو د خپلو څارویو له لاسه ورکولو سره دوی په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي.

په لوګر او پکتیا کې مالداران خبرداری ورکوي، چې که د دغې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره اقدام ونه شي، لوی ناورین به رامنځته شي.

دوی وايي چې تر اوسه د کرنې او مالدارۍ له ریاست څخه دوی ته کوم درمل او واکسین نه دي رسیدلي.

تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان د ډینګي او کانګو ناروغیو د خپرېدو خبرداری ورکړی و، چې تر ډېره څاروي په نښه کوي.

 

ټیګونه