Aug 13, 2022 07:32 Asia/Kabul
  • د ازبکستان، قرغزستان اوافغانستان استازو له چین سره خبرې وکړې

په دې غونډه کې د واخان کوریدور په نوم د چین لوژیستیکي شرکت هم بلل شوی و.

دازبکستان د ریل پټلۍ ریاست مطبوعاتي دفتر وايي چې د ازبکستان، قرغزستان او افغانستان استازو له چین سره د ګډ ټرانسپورټي دهلیز د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وکړې.

د دغه رياست په وينا، د دغه دهليز په جوړېدو سره به له چين څخه افغانستان ته د سوداګريزو توکو د لېږد ظرفيت څو برابره لوړ شي.

ویل کیږي چې له چین سره د ګډ ترانسپورتي دهلیز د جوړولو د څرنګوالي په اړه د افغانستان د ریل پټلۍ رئیس بخت الرحمن شرف، د قرغزستان د اورګاډي مشر عظمت سخیوف او د ازبکستان د ریل پټلۍ مشر حسن الدین هاشموف د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

په دې غونډه کې د واخان کوریدور په نوم د چین لوژیستیکي شرکت هم بلل شوی و.

د ازبکستان د ریل پټلۍ د ادارې په خبرپاڼه کې راغلي: دواړو خواوو د چین، قرغزستان، ازبکستان او افغانستان د نوي دهلیز د تنظیم او له دې دهلیز څخه د مالونو د تګ راتګ لپاره د متقابلو ګټورو شرایطو د رامنځته کولو او تر ټولو مهمه د رقابتي تعرفو د معرفي کولو په اړه خبرې وکړې.

د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ اداره زیاته کړه چې په پام کې ده چې د چین له کاشغر ولایت څخه سوداګریز مالونه د سړک له لارې د قرغزستان اوش سیمې ته ورسېږي او بیا د اورګاډي له لارې د ازبکستان له خاورې تېر شي او افغانستان ته ولېږدول شي.

ویل شوي چې که دغه څو ماډل ترانسپورتي دهلیز فعال شي، له چین څخه افغانستان ته د مالونو ټرانسپورټ به په کال کې له ۳۵۰۰ کانټینرونو څخه ۶۰ زره کانتینرونو ته لوړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د ازبکستان چارواکو د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د اورګاډي کرښې د جوړولو لپاره چمتووالی اعلان کړ.

 

ټیګونه