Aug 13, 2022 07:38 Asia/Kabul
  • دافغانستان په ۷ ولایتونو کې سیلابونو لږترلږه ۷ تنه وژلي دي

په پکتیا، لوګر، غزني، میدان وردګ، پروان او کاپیسا ولایتونو کې سیلونه جاري شوي او له کبله یې په دغو ولایتونو کې د نورو مالي تاوانونو ترڅنګ د تګ راتګ لارې بندې شوي دي.

د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې وزارت وايي چې په ۷ ولایتونو کې سیلونه راغلي او لږترلږه ۷ تنه یې مړه کړي دي.

د دغه وزارت مرستیال شرف الدین مسلم وویل، په پکتیا، لوګر، غزني، میدان وردګ، پروان او کاپیسا ولایتونو کې سیلونه جاري شوي او له کبله یې په دغو ولایتونو کې د نورو مالي تاوانونو ترڅنګ د تګ راتګ لارې بندې شوي دي.

د ښاغلي مسلم په وینا، یوازې د غزني او کابل لاره پرانیستل شوې او د نورو لارو لپاره هم هڅې روانې دي.

په میدان وردک کې طالب چارواکي وايي، د دغه ولایت په جلریز او چک ولسوالیو کې د سیلونو د جاري کېدو په نتیجه کې لږترلږه ۳ تنه مړه شوي دي.

د میدان وردک د اطلاعاتو او کلتور ريیس صفي ا... وویل چې د جلریز په بوغه دره سیمه کې د سیل د راوتو له کبله دوه ماشومان او یو بوډا مړه شوي او همداراز یې ګڼ کورونه ویجاړ کړي دي.

نوموړی دغه راز وايي چې په سیداباد او چک ولسوالیو کې هم سیلابونه راوتلي چې له کبله یې لسګونه کورنه او زرګونه جریبه مځکه ویجاړه شوې ده.هغه زیاتوي، د مرکز میدانښار او بامیان ترمنځ لویه لاره سیلابونو تخریب کړې او د ترافیکو پرمخ تړل شوي ده.

د هغه په  وینا د بامیان – میدانښار د لویې لارې د خلاصون هڅه پیل شوې ده.

 

ټیګونه