Aug 15, 2022 05:12 Asia/Kabul
  • نه مو غوښتل طالبان اوملاتړي ئې د یوه بل افغان ولسمشرد سپکاوي خوند وڅکي

د ۲۰۲۱کال داګست په پنځلسمه نیټه  طالبانو په افغانستان کې د کابل په سقوط سره  د چارو واګې ترلاسه کړې او په همدې خاطر د طالبانو موقته حکومت  داګست پنځلسمه نیټه په درست افغانستان کې عمومی چټي اعلان کړې ده.

 

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د طالبانو قدرت ته درسیدا د لومړنۍ کلیزې په درشل کې  له هیواده د خپلې تښتې  دلیلونه تشریح کړل.

د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني  چې  په افغانستان کې د طالبانو قدرت ته له رسیدا مخکې  وئیلي وو ،حاضر دی ، دخپل هیواد  لپاره ځان قربان کړي، د تیر کال داګست په پنځلسمه نیټه  کابل ته د طالبانو  له ورتلو سره په یووخت ، له هیواده ووت.  دافغانستان په ترټولو ترینګلو شرائطو کې د اشرف غني وتلو په ځان پسې ډيرې نیوکې درلودې،خو پخواني ولسمشر  د خپلې وتنې دلیل په اړه توضیح ورکړې او وئیلي ئې دي چې  نه مو غوښتل څو طالبان او دهغو ملاتړي،بیا هم د افغانستان د یوه ولسمشر د سپکاوي خوند وڅکي .

په عین حال کې  اشرف غني وئیلي دي ،په حکومتی چارواکو کې ،دی ترټولو وروستی کس ؤ چې له هیواده ووت.

د ۲۰۲۱کال داګست په پنځلسمه نیټه  طالبانو په افغانستان کې د کابل په سقوط سره  د چارو واګې ترلاسه کړې او په همدې خاطر د طالبانو موقته حکومت  داګست پنځلسمه نیټه په درست افغانستان کې عمومی چټي اعلان کړې ده.

 

ټیګونه