Aug 15, 2022 11:31 Asia/Kabul
  • دښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰۰کورنۍ په جلال اباد ښار کې دسیلاب له ګواښ وژغورل شوې

دخبرپاڼې پر وینا دننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند اړوند دولتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې د مرستندویه ادارو پر مټ سیلاب ځپلو کورنیو ته دبیړنیو مرستو په رسولو لاس پورې کړي

دننګرهار دوالي ویاند له دفتره د دوشنبې په سهار رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ددې ولایت امنیه قوماندانۍ داوروژنې ادارې کارکوونکو د خپلو وسایطو په مټ او دشاوخوا سیمو دخلکو په همکارۍ د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند اکملاتی بیز سیمې څخه تېره د سیلابونو د ګواښ څخه د ژغورنې په موخه  دښځواو ماشومانو په ګډون خواوشا دوه سوه کورنۍ خوندي سیمو ته ولیږدول شوې . دننګرهاردوالي ویندوې دفتر له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تیرې شپې د سیلاب له امله خلکو ته دسر او مال درانه زیانونه هم اوښتې چې کره شمیره به یې وروسته له رسنیو سره شریکه شي. دخبرپاڼې پر وینا دننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند اړوند دولتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې د مرستندویه ادارو پر مټ سیلاب ځپلو کورنیو ته دبیړنیو مرستو په رسولو لاس پورې کړي . ننګرهار والی دغه راز له هغه کورنیو چې دسیلابونو دبهیدو په لارو کې پرتې دي غوښتنې چې داورښتونوا و سیلابونو پر مهال له احتیاط نه کار واخلي

 

ټیګونه