Aug 16, 2022 08:21 Asia/Kabul
  • د طالبانو مشر: په نړۍ کښې د هیڅ هیواد لپاره ګواښ نه یو

په افغانستان کښې د طالبانو مشر هِبَتُ‌الله اخوندزاده ټینګار وکړ چې طالبان د هیڅ کوم هیواد لپاره ګواښ او خطر نه دي

پرون په افغانستان کښې د امریکې په قومندې د نیواکګرو د ماتې د وړومبۍ کلیزې په مناسبت عمومي رخصتي وه او د افغانستان یوشمیر خلکو او طالبانو د مختلفو ښارونو سړکونو ته په راوتلو سره جشن ولمانځه.

د طالبانو مشر ملا هِبَتُ‌الله اخوندزاده په افغانستان باندې د طالبانو د واکمنیدو په کلیزه کښې وویل چې ددوي حکومت د هیڅ کوم هیواد لپاره هیڅ ډول ګواښ نه جوړوي او مونږ د نړۍ له هیوادونو سره اړیکې غواړو.

په عین حال کښې د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي هم د امریکايي نیواکګرو د ماتې د وړومبنۍ کلیزې په دستورو کښې وویل: د طالبانو حکومت له هیڅ کوم ګاونډي او د سیمې له هیوادونو سره هیڅ ستونزه او اختلاف نه لري.

 

ټیګونه