Aug 17, 2022 05:23 Asia/Kabul
  • نړیوال بانک په افغانستان کې بیا څانګه پرانیزي

په افغانستان کې د دغه دفتر  دپرانیستو لپاره فیصله نهائي شوي  او  دافغانۍ د پیسو دچاپولو په باب  او ددغه هیواد د کنګل شوو اسعاري زیرمو دآزادولو په اړه هم تفاهم شوی دی.

 په ۲۰۲۱کال کې په افغانستان کې د طالبانو بیرته واک ته په رسیدا پسې  د نړیوال بانک پشمول ډیری نړیوالو اورګانونو  په کابل کې خپل فعالیتونه  درولي دي . امریکا دتیر کال داګست په وروستیو کې  له شل کلن نیواک وروسته  له افغانستانه په وتلو سره  په چټي پلمو سره  دافغانستان  دملی بانک کابو لس میلیارډ ډالري شتمنۍ کنګل او مصادره کړې چې دغې چارې  دافغانستان  ترینګلی اقتصادي حالات نوره هم بحراني کړل.

ایرناخبری اژآنس راپورورکړ، خبرو افغان سرچینو پرون وئیلی دي ،چې  دنړیوال بانک کارکونکي به ډير زر د خپلې څانګې دبیرته پرانیستو لپاره  دافغانستان کابل ته ورشي.ددغو سرچینو په وینا، په افغانستان کې د دغه دفتر  دپرانیستو لپاره فیصله نهائي شوي  او  دافغانۍ د پیسو دچاپولو په باب  او ددغه هیواد د کنګل شوو اسعاري زیرمو دآزادولو په اړه هم تفاهم شوی دی.

 

ټیګونه