Aug 17, 2022 13:51 Asia/Kabul
  • ننګرهارکې سیلاب ځپلې کورنۍ دبیړنیو مرستو غوښتنه کوي

ددې سیمې یو شمیر اوسیدونکي بیا له حکومته غواړي چې داستنادي دیوالونو په جوړولوسره دي پر دغه سیمه د سیلاب دبیا راتلو بنسټیز مخنیوی وکړي

 

ځایي چارواکې وایي دزیانمنو شویو کورنیو ثروې یې پېل کړې چې تر بشپړیدو وروسته به مرستې ورورسیږي

دروانې اونۍ ددوشنبې په شپه دپرله پسې اورښتونوله امله دجلال اباد ښار په څلورمه او شپږمه ناحیه او دغه راز د سره رود ولسوالۍ دشیخ مصري او د چپرهار ولسوالۍ للمې سیمې سیلابونو وځپلې او ځایي استوګنو ته یې د سراو مال درانه زیانونه ورواړول. دجلال اباد ښار دڅلورمې ناحیې اړوند داکمالاتي بیز سیمه تر ټولو زیاته سیلاب ځپلې ده . دورکولو شویو معلوماتو له مخې تر زرو ډیر داستوګنې کورونه یا په بشپړ ډول نړیدلي ا و یاهم د اوبو د ورننوتو له امله زیانمن  شویدي. ډیری هغه کورنۍ چې استوګنځي یې نړیدلي دي اوسمهال تر شنه اسمان لاندې شپې تیروي . دا هم ویل کیږي چې سیلابونو دغلته د څښاک پاکې اوبه هم ککړې کړي دي چې د ناروغیو د رامنځته کیدو ویره هم موجوده ده. دنړیدلو او زیانمنو شویو کورونو استوګن له حکومت او مرسته کوونکو ادارو نه دبیړنیو مرستو د وررسولو غوښتنه کوي دسیمې څوتنه اوسیدونکی وایي نه دخوراک او پوښاک لپاره هیڅ نه لري او تر اوسه یې چا پوښتنه هم نه ده کړې،ددې سیمې یو شمیر اوسیدونکي بیا له حکومته غواړي چې داستنادي دیوالونو په جوړولوسره دي  پر دغه سیمه د سیلاب  دبیا راتلو بنسټیز مخنیوی وکړي .په داسې حال کې چې د اوس لپاره  یو شمیر کورني مرستندویه بنسټونه  دغو سیلاب ځپلو کورنیو سره د پخو خوړو مرسته کوي خو دننګرهار ولایت د طبیعي پیښو پر وړاندې د چمتو والي ادارې ریس قاري سیف الله خالد وایي دوې ته درسیدلو معلوماتو له مخې خواوشاه یوولس کورونه دسیلابونو له امله زیانمن شوي چې دوې دسروې لپاره د ګومارل شویو ډلو پر مټ تر اوسه د څلور سوه کورنیو سروې تر سره کړې چې د سروې په بشپړیدو سره به دغو کورنیو سره د مرستو رسولو بهیر پېل شي،ننګرهار دافغانستان له هغه ولایتونوڅخه دی چې طبیعي پېښو درامنځته کیدوله امله پکې هر کال ځایي خلکو ته دسراو مال درانه زیانونه وراوړي.

 

ټیګونه