Aug 18, 2022 06:27 Asia/Kabul
  • کابل کې د یوه جومات دننه چاودنه شوې

د طالبانو یو امنیتی چارواکي ویلي چي د کابل په شمال کې د صدیقیه  په جومات کې د چاودنې د امله ۶۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.


په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو  ته په یوه لېږل شوي پیغام کې لیکلي: "د اوولسمي امنیتي حوزې اړوند سیمه  خیرخانه کې د یوه جومات دننه د ماښام لمانځه پرمهال چاودنه رامنځته شوې چې ګڼ شمېر کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.

د الجزیرې له راپور سره سم، په یاده چاودنه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او له ۴۰ زیات ژوبل شوي دي.

د نن ورځې د چاودنې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی خو د محرم په ورځو کې د شویو چاودنو مسوولیت داعش ډلې منلی و.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، دغه هیواد کې په لسګونو ترهګریز بریدونه شوي چي د اکثرو مسئولیت د داعش ترهګره ډله په غاړه اخیستې ده.

خو د طالبانو حکومت د داعش د خطرې په کوچني ښودلو سره، ژمنه کړې ده چي دغه ترهګره ډله به له مینځه یوسي.

د افغانستان په مختلفو سیمو او په تېره بیا په جوماتونو باندې د بریدونو دوام د دې ښودنه کوي چي د طالبانو حکومت د خپلو وعدو په اپوټه، د امنیت په تامینولو کې پاته راغلی دی.

 

ټیګونه