Aug 18, 2022 12:11 Asia/Kabul

دیادو ولایتونو چارواکو له مرسته کوونکو ادارو څخه د سیلاب ځپلو کورنیو سره د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده

 

په نورستان او لغمان ولایتونوکې سیلابونو اتلس تنه وژلي او خلکو ته یې درانه زیانونه اړولي دي

دیادو ولایتونو چارواکو له مرسته کوونکو ادارو څخه د سیلاب ځپلو کورنیو سره د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده

دنورستان دوالي ویاند سیف الدین لټون وایي په تېرو څلرویشت ساعتونوکې دنورستان په ختیز کامدیش ولسوالۍ کې دپرله پسې اورښتونو له امله سیلابونه راوتلي چې دښځو او ماشومانو په ګډون یې پنځلس تنه وژلي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي، دنورستان دوالی ویاند وایي، والي حافظ محمد اغا حکیم اړوندو ادارو ته دنده سپارلې چې په بیړني ډول دسیلاب له امله کامدیش ولسوالۍ ته دغزیدلي واټ ویجاړې شوې برخې ورغوي چې دغلته سیلاب ځپلو ته دمرستو په وررسولو کې اسانتیا رامنځته شي .نوموړي دغه راز وویل چې دنورستان ولایت په نورو سیموکې دسیلابونو له امله د زیانمنو شویو کورنیو سروې راونه ده او دلویدیز نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې څه موده وړاندې د اورښت او واورۍ وریدو له امله له هر وژل شوي تن  کورنۍ سره سل زره افغانۍ نغدي مرسته ترسره شویده. بل پلو د نورستان په څنګلوري ولایت لغمان کې چارواکي وایي ددې ولایت په دولت شاه،الیشنګ او الینګار ولسوالیو کې د اورښتونوله امله سیلابونه راوتلي چې له امله یې خلکو ته دسر او مال درانه زیانونه اوښتي دي. د لغمان ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې دچمتووالي ادارې ریس عبیدالله الکوزی وایي  سیلابونو په الیشنګ ولسوالۍ کې دوه میرمنې او یو نارینه وژلي او دغه راز یې دخلکو په سلګونه جریبه کرنیزه زمکه ولاړ فصلونه ، پلۍ لارې ، داوبوسربندونه، داستوګنې یو شمیر کورونه یانړولي او یایې زیانمن کړي دي. پر دې سربیره دننګرهار ولایت په دره نورولسوالۍ کې د سیلابونو دراوتلو له امله دکونړ جلال اباد لار د ښیوې ولسوالۍ د بډیالۍ په سیمه کې  دڅو ساعتونو لپاره د ترافیکو پر مخ تړل شوی وه. دیادې ولسوالۍ څخه تر دا مهاله د اوښتي ځاني او مالي زیان په اړه معلومات نه دي تر لاسه شوي.په تېرو دوه میاشتو کې دافغانستان ختیزه برخه د طبیعي پېښو له امله سخته وځپل شوه او خلکو ته دسر او مال درانه زیانونه ورواوښتل .

 

ټیګونه