Aug 18, 2022 12:33 Asia/Kabul
  • په کندهارکې د طالبانو حکومت غونډه پیل شوی ده

ویل کیږي، چې په دغه غونډه کې چې د طالبانو د مشر ملا هیبت ا... اخوندزاده په شمول د طالبانو چارواکي هم شتون لري

د  افغانستان د شفقنا خبري اژانس له راپور سره سم دکندهار غونډه د کابو درې زره علماوو ، قومي مخورو، ټولنيزو فعالانو، يو شمېر پخوانيو او اوسنيو دولتي چارواکو په شتون سره پيل شوی ده .

ویل کیږي، چې په دغه غونډه کې چې د طالبانو د مشر ملا هیبت ا... اخوندزاده په شمول د طالبانو چارواکي هم شتون لري .

د طالبانو یو شمېر چارواکو رسنیو ته ویلي، که څه هم دا غونډه کومه ځانګړې اجنډا نه لري، خو د هېواد پر عمومي مسایلو به بحث او پرېکړې کوي.

په کابل کې د دیني عالمانو له غونډې وروسته دا دویمه غونډه ده چې د طالبانو له لوري په افغانستان کې د شته ستونزو د حل په موخه جوړیږي.

 

ټیګونه