Aug 18, 2022 15:56 Asia/Kabul
  • د طالبانودناراضي قوماندان مولوي مهدي مجاهد وژل کیدا

په داسې شرایطوکې چی د طالبانو حکومت د مولوی مهدي په وژلو سره ظاهرا په بلخاب کې ناارامۍ ختمې کړي چی د افغانستان د خلکو تمه دا وه چی طالبان له مولوي مهدي سره د مقابلې لپاره د وسله وال کړچار د غوره کولو په ځای له هغه سره د خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړی وې او له دې پرته چی د سرپل د خلکو ترمینځ ویره او رعب رامینځته کړی او په مرګونو نښتو سره څو کسان ووژني ، په دغه سیمه کی ناراضي ډلې غوښتنو ته ځواب ورکړې وې .

 

د طالبانو حکومت دفاع وزارت  په هرات ولایت کې د طالبانو د پخواني هزاره توکمه او ناراضي قوماندان مولوي مهدي مجاهد  د وژل کیدا خبر ورکړ .

د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق په خپله فیس بوک پاڼه د مولوي مهدي مجاهد د وژلې د غندلوپه ترڅ کې ولیکل طالبانو هغه د هرات په قریه بنیادکې په یوه کمین کې ونیوه .

محقق زیاته کړه د طالبانود دفاع وزارت د ادعا په اساس هغه له نیول کیدا وروسته په یوه صحرایی محاکمه کې په ډزو ووژل شو .

د طالبانو د ناراضي قوماندان مهدي مجاهد وژل کیدا چی له پراخو اختلافاتو وروسته هغه له دغې ډلې جلا شو په بلخاب کې په دو میاشتو کې د نښتو د پاې ټکې کیدلې شی .

د طالبانو او مولوی مهدي مجاهد ترمینځ جنګ له دې وروسته پیل شو چی مولوی مهدي د طالبانو ډله په قومیت پالنې او د افغانستان د شیعیانو پرضد په توپیر تورنه کړه . طالبانو د مولوي مهدي د پلوي ځواکونود ځپلو لپاره  دوې میاشتې مخکې په سلګونو ځواکونه بلخاب ته ولیږل او د کور په کور په پلټنو سره یې د دغې سیمې د اوسیدونکیو ترمینځ د رعب او ویرې د رامینځته کولو په ترڅ کې د هغه پلویان ونیول .

د افغانستان د طالبانو حکومت قوم پالنې کړچار سختیدا او شیعیانوپرضدد دغې ډلې ښکاره توپیر سبب شو چی مولوي مهدي له دغې ډلې جلا شی او په نهایت کې دواړو لورو ترمینځ وسله واله نښته پیل شی .

د مولوي مهدي د وژلو لپاره د طالبانو حکومت پروګرام وښودله چی دغه ډله په دې باور ده چی د دغه پخواني قوماندان په له مینځه وړلو سره په سرپل ولایت کې د طالبانو حکومت پرضد ناراضي بهیر ځپلې شی او یا دا اقدام په دغه سیمه او نورو ولایتونو کې د وسله وال اعتراض د هر ډول پیلیدا په اړه خبردارې وګرځوی .

په داسې شرایطوکې چی د طالبانو حکومت د مولوی مهدي په وژلو سره ظاهرا په بلخاب کې ناارامۍ ختمې کړي چی د افغانستان د خلکو تمه دا وه چی طالبان له مولوي مهدي سره د مقابلې لپاره د وسله وال کړچار د غوره کولو په ځای له هغه سره د خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړی وې  او له دې پرته چی د سرپل د خلکو ترمینځ ویره او رعب رامینځته کړی او په مرګونو نښتو سره څو کسان ووژني ، په دغه سیمه کی ناراضي ډلې غوښتنو ته ځواب ورکړې وې .

د افغانستان د پخوانی حکومت یوه څیره او د حزب وحدت اسلامی مشر محمد محقق د بلخاب د پیښو په اړه وایی دا عاقلانه وه چی طالبان باید خپل یوازنی هزاره قوماندان سره خپل داخلي مشکل د خبرو اترو له لارې حل کړی خو په بلخاب  به د طالبانو لشکر کشی له هزاره خلکو سره د جنګ په معنا وبلل شی او درستې هزاره میشتې سیمې به له دغې قضییې متاثره شي او د هیڅ لوری په ګټه به نه وي .

په بلخاب کې د مولوي مهدي د پلوي ځواکونو او طالبانو د نښتو په پیلیدا او د دواړو لورو د یوشمیر کسانو وژل کیدا اوژوبلیدا او په دغه سیمه کې د سلګونو کسانو بې کوره کیدا سره په داخلي اندیښنو سربیره ملګروملتو او بسر دوستانه اورګانونو د دغې نښتې د پاییلو په اړه خبردارې ورکړ .

دې ته په پام سره چی په بلخاب کې له اعتراضونو سره په مقابله کې د طالبانو سیاست د معترضینو د مشر وژل دی ، دا مسله له پخوا زیات د داخلی بی باورۍ او همداراز له مخالفینو سره په چلند کې له تاوتریخجن سیاست د طالبانو د واتڼ نه اخیستلو په اړه د نړیوالې ټولنې د دریځ اثبات شی چی د دغې ډلې لپاره به مشکل راپارونکی شی .

 

 

ټیګونه