Aug 19, 2022 06:04 Asia/Kabul
  • د خوړو نړيوال سازمان وایي افغانستان ۹۶۰ ميليونو ډالرو ته اړتیا لري

د خوړو نړيوال سازمان په دې اړه ويلي چې د خوراکي توکو د بيو د زياتوالي له امله يو زيات شمېر کورنۍ له خوار ځواکۍ سره مخ دي .

د ملګرو ملتو سازمان وایي يو شمېر ادارې یې په افغانستان کې له اړمنو سره مرسته کوي او د ميليونونو اړمنو افغانانو لپاره یې د نورې مرستې غوښتنه کړې ده.

د خوړو نړيوال سازمان په دې اړه ويلي چې د خوراکي توکو د بيو د زياتوالي له امله يو زيات شمېر کورنۍ  له خوار ځواکۍ سره مخ دي .

د خوړو نړيوال سازمان زیاته کړې په افغانستان کې دمګړی څه نا څه (۶) ميليونه کسان د قحطۍ له ستونزې سره لای او‌ګریوان دي .

دغې ادارې زیاته کړې د روان کال تر آخره پورې د مرستو د لړۍ دوام په خاطر( ۹۶۰ ) ميليونو ډالرو ته اړتيا لیدل کیږي .

د دغه سازمان د وياند وحيدا... اماني په وینا چې یاد سازمان تر اوسه پورې په دې توانيدلى چې په  افغانستان کې له (۲۱) ميليونو کسانو سره د خوراکي توکو او نغدي مرسته ترسره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې ډیرشمېر هیوادونو له افغانستان سره بشري مرسته ترسره کړې ده.

 

ټیګونه