Aug 19, 2022 06:34 Asia/Kabul
  • مشروعيت نه شريعت غواړم او په سر یې بیا له امریکا سره جنګ ته تیاریم

نوموړي په دغه وینا کې زیاته کړې،چې نړيوال د بشري حقونو په نوم غواړي د حدودو د عملي کیدو پر وړاندې خنډ شي،خو دوی به ېې خنډ کیدل ونه مني

د طالبانو لوی مشر ملا هبت ا... اخندزاده د کندهار په لویه غونډه کې ټینګار کړی،چې د طالبانو د واکمنۍ له مشروعيت او نړيوال تعامل څخه د اسلامي شريعت د حدودو تطبيق ورته مهم دی.

نوموړي په دغه وینا کې زیاته کړې،چې نړيوال د بشري حقونو په نوم غواړي د حدودو د عملي کیدو پر وړاندې خنډ شي،خو دوی به ېې خنډ کیدل ونه مني.

هغه په دوحه کې د طالبانو او امریکا د سولې تړون ته په اشارې ویلي،چې په دغه تړون کې د شرعي حدودو د نه تطبيق په اړه څه نه دي ويل شوي.

هبت ا...اخندزاده خبرداری ورکړی،چې که اړتيا شوه، د حدودو د تطبيق لپاره به بيا د امریکا پر وړاندې وجنګیږي.

د هبت ا...اخندزاده په خبره، امريکا په نړۍ کې د دیموکراسۍ د حاکمیدو ادعا کوي،خو په افغانستان کې د دیموکراسۍ د حاکمیدو ځای نشته.

نوموړي زياته کړې، چې په دې برخه کې به خپل سر هم قرباني کړي.

هبت ا... اخندزاده په دې وينا کې رسنۍ او یو شمېر سياستوال له نوم يادولو پرته د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې په منفي تبلیغاتو تورن کړي او ويلي،چې قرانکريم د دوی کتاب دی او د غیر مسلمانو هېوادونو په شان اساسي قوانينو ته اړتيا نه ويني.

هغه د فقر د ختمولو لپاره د سوداګرو د فعاليتونو زياتوالی اړين ګڼلی او پانګوالو ته یې د اسانتياوو د زياتولو خبر ورکړی.

 

ټیګونه