Aug 19, 2022 16:04 Asia/Kabul
  • انګلیس څخه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو کلیزه

نن د زمري د میاشتې ۲۸ له انګرېزانو څخه د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د بېرته اخیستلو له ۱۰۳ کالیزې سره برابره ده.

افغانانو ۱۰۳ کاله وړاندې د انګریزانو سره د یو لړ اوږدو جګړو وروسته د زمري په ۲۸ مه له برتانیا څخه خپله خپلواکي واخیستله.

د رسنیو له راپورنو سره سم، سږ کال په افغانستان کې د انګرېزانو څخه د خپلواکۍ مراسم په پرتمینې توګه تر سره شوی نه دی او د طالبانو حکومت په ځینو ولایتونو کې هغو خلکو ته، چې په دې مناسبت یې ملي بیرغونه پر کورونو یا دوکانونو نصب کړي وو، خبرداری ورکړی او بیرغونه یې ټول کړي دي.

د ازاډۍ راډیو له راپو سره سم، په کوڼر او ننګرهار ولایتونو کې طالبانو په لوډسپېکرو کې اعلانونه کول چې ملي بیروغونه لېرې کړي او که چا د دوی د امر سرغړونه وکړه، د مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور به ونیول شي.

هر کال دا ورځ یو شمېر افغانان په افغانستان کې دننه او له هېواده بهر لمانځي او په موټرانو، کورونو او دوکانونو کې د افغانستان ملي بیرغ زړوي.

 

 

 

ټیګونه