Aug 20, 2022 04:42 Asia/Kabul
  • امریکا دې د افغانستان کنگل  او مصادره شوی شتمنۍ آزادې کړي

په افغانستان کې دطالبانو حکومت  دنړۍ له هیوادونو په تیره بیا له ګاونډيو هیوادونو سره  داقتصادي اړیکو په پراختیا پسې دی .

سپوټینک خبری اژانس راپور ورکړ ، د افغانتسان د طالبانو د تجارت اوصنائعو د وزارت سرپرست  نورالدین عزیزي  پرون یو ځل بیا ووئيل،هغه شتمنۍ چې امریکا کنګل اومصادره کړي دي  د افغانستان دعامو خلکو او خصوصي برخې سره اړه لري او که دغه پیسې آزادې نشي،نود افغانتسان د اقتصاد اوخصوصي څانګې ته به ستره غمیزه پيښه شي .

عزیزي زیاته کړې،په افغانستان کې دطالبانو حکومت  دنړۍ له هیوادونو په تیره بیا له ګاونډيو هیوادونو سره  داقتصادي اړیکو په پراختیا پسې دی .

افغانستان همدااوس د امریکا او دهغې د متحدانو د شل کلن نیواک له امله او دغه راز له دغه نیواکه وروسته ددغه نیواکګر استعمار دبندیزونو له امله له سختو شرائطو سره مخ شوی دی.دمګړۍ د افغانستان نوي فیصده خلک د بې وځلۍ له کرښې لاندې ژوند کوي اوهماغه راز ددغه  هیواد له په د رو کې دوه برخې  خلک له لوږې سره لاس او ګریوان دي . امریکا  کابل ته د طالبانو په ورتګ او له  افغانستانه په پښو سپکولو پسې  پر افغانستان بندیز ولګاوۀ او ددغه هیواد د مرکزی بانک کابو لس میلیارډ ډالری شتمنۍ ئې کنګل اومصادره کړې چې  دافغانستان ترینګلی وضعیّت ئې لا پسې  بحراني کړی دی.

 

ټیګونه