Aug 30, 2022 12:20 Asia/Kabul

تر دې وړاندې افغان لوبډلې د اسیا جام په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته په ستر توپیر ماتې ورکړې وه.

 

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ،د افغانستان کرکټ بورډ وايي،د اسیا جام سیالیو په دوام افغان کرکټ ملي لوبډله نن خپله دویمه لوبه د بنګله دېش پر وړاندې ترسره کوي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وویل، د دې سیالۍ لپاره چې د افغانستان پر وخت ماښام شپږ نیمې بجې، د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې پیلېږي، افغان لوبغاړو پوره تیاری نیولی دی.

تر دې وړاندې افغان لوبډلې د اسیا جام په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته په ستر توپیر ماتې ورکړې وه.

په دې اړه له کابله زمونږ دخبریال رالیږلی راپور په ګډه سره آورو .

 

ټیګونه