Aug 31, 2022 04:20 Asia/Kabul
  •   افغانستان د کرکټ په آسیائي جام سیالیو کې بنګله دیش ته هم ماته ورکړه

دغې بریا سره افغانستان ددې سیالیو دویم پړاو ته لاره پیدا کړه، چې هلته ډیر امکان شته،له پاکستان یا هندوستان سره یې لوبه راشي.

زمونږخبریال د  افغانستان د خبری سرچینو له قوله راپور راکړ،د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو په لړ کې بنګله دېش ته په دویمه لوبه کې د ۷ ویکټو په توپیر په ماتې ورکولو سره دویم پړاو ته لاره وموندله.

د افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش ، سريلانکا او هانګ کانګ په ګډون د اسیا جام شل اووریزې سیالۍ د اګست په ۲۷  په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې. افغانستان، سریلانکا او بنګله دېش په بي ګروپ کې دي.

دبیګانۍ لوبې پچه بنګله دېش وګټله او لومړۍ يې توپوهنه غوره کړه چې په شلو اوورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۷ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه.

د بنګله دېش له لوري په توپوهنه کې مصدق حسین ۴۸ او محمد ا... بیا ۲۵ منډې جوړې کړې.

همدارنګه په توپ اچونه کې د افغانستان له لوري مجیب او راشد خان د بنګله دېش درې درې لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان ملي لوبډلې دغه هدف په ۱۹  اوور کې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره پوره او بنګله دېش ته یې د ۷ ویکټو په توپیرسره  ماتې ورکړه.

د افغانستان له لوري په توپوهنه کې نجیب ا...ځدراڼ بیا ښکلې لوبه وکړه او د شپږو شپږیزو پر مټ یې  ۴۳ ناسوځیدلې او  ابراهیم ځدراڼ هم ۴۲ ناسوځیدلې منډې کړې، حضرت ا... ځاځي ۲۳منډې جوړې کړې.  مجیب ځدراڼ ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

دغې بریا سره افغانستان ددې سیالیو دویم پړاو ته لاره پیدا کړه، چې هلته ډیر امکان شته،له پاکستان یا هندوستان سره یې لوبه راشي.

Image Caption

 

ټیګونه