Sep 16, 2022 04:34 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د ۱۶ ولایتونو ترمنځ د تکواندو آزادې سیالۍ پیل شوې

په افغانستان کې د (۱۶) ولایتونو ترمنځ له (۲۲) ټیمونو څخه د (۲۰۰) لوبغاړو په ګډون د تکواندو آزادې سیالۍ پیل شوې.

زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې دا لوبې په غزنی ولایت کې پیل شوې چې له مرکز کابل څخه هم د لوړ پوړو ورزشي چارواکو په ګډون لیدونکې هم ورغلې وو.

د غزني ولایت د تکوانډو ولایتي مسؤل سید اصغر سادات وایي چې تیر کال د دې سیالیو لومړی پړاو وو او دا دویم پړاو دی چې د تکوانډو سیالۍ په دې ولایت کې ترسره کیږي .

د دې ترڅنګ څو ورخې وړاندې په دې ولایت کښې د کرکټ (۳۰) دېرش اوریزي سیالۍ د لسو (۱۰) ټیمونو ترمنځ پیل شوې دي.

دیادولو وړ ده چې د یادو سیالیو لومړی پړاؤ تېر کال ترسره شو چې له (۱۳) ولایتونو څخه په کښې (۱۶۰) تنه ورزشکارانو او لوبغاړو ګډون کړی وو.

 

 

 

ټیګونه