Sep 22, 2022 05:13 Asia/Kabul
  • طالبانو ادعا وکړه چې د کوکنارو کر صفر ته رسیدلی

ایرنا خبري اژانس وايي د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت له نشه ییزو موادو سره د مبارزې د ادارې مرستیال ملاعبدالحق همکار ادعا وکړه: په افغانستان کښې د کوکنارو کر صفر ته رسیدلی او د کوکنارو په لسګونو هکټاره کروندې هم له مینځه وړل شوي دي.

هغه پرون په یوې غونډې کښې د خپلې ادارې د یوه کلن راپور په وړاندې کولو سره وویل په دې موده کښې د نشه ییزو موادو څه د پاسه دوه زره قاچاقچیان نیول شوي او اته څلویښت زره نشه یان هم د درملنې لپاره ځانګړیو درملتونونو ته انتقال کړې شوي دي.

د طالبانو له نشه ییزو موادو سره د مبارزې د ادارې یوه بل چارواکي مولوي عبدالرحمان قاسمي هم وویل زر به له نشه ییزو موادو سره د مبارزې په لړ  کښې د سیمې د هیوادونو ترمینځ په کابل کښې یو نړیوال کانفرنس ترسره شي.

طالبانو چې د نوي حکومت له پیلیدا مخکې یې د خپل عاید تر ټولو مهمه سرچینه د کوکنارو کر ، تولید او د نشه ییزو موادو قاچاق و  په تیر یوه کال کښې چې واک ته رسیدلي دي په ځلونو د نشه ییزو موادو د تر ټولو مهم محصول یعني د کوکنارو په کر باندې په بندیز لګولو ټینګار کړی دی.

سره له دې د افغانستان ځینې کروندګر وايي چې د کوکنارو په کر باندې د بندیز له لګیدا سره سره دوې تراوسه د طالبانو لخوا کوم دباو او فشار نه دی احساس کړی.

 

ټیګونه