Sep 22, 2022 13:16 Asia/Kabul
  • په بغلان کې د خوارځواکۍ له امله ۲۰ ماشومان وژل شوي دي

ده وويل چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال په بغلان کې د خوارځواکۍ پېښې زياتې شوې دي. تېر کال ۲۳ ماشومان مړه شول. خو سږ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې دغه شمېره ۲۰ تنو ته رسېږي.

د افغانستان د  بغلان روغتیايي چارواکي په دغه ولایت کې د خوارځواکي ماشومانو د شمېر د زیاتوالي خبر ورکوي، دوی وايي چې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې څه باندې څلور زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي او ۲۰ تنه مړه شوي دي.

افغان غږ خبری آژانس وایی د بغلان ولایت د عامې روغتیا ریاست د خوارځواکۍ د پروګرام مسؤل وویل: د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۴۳۹۷ ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي او ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ده وويل چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال په بغلان کې د خوارځواکۍ پېښې زياتې شوې دي. تېر کال ۲۳ ماشومان مړه شول. خو سږ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې دغه شمېره ۲۰ تنو ته رسېږي.

په همدې حال کې د پلخمري په ولایتي روغتون کې د ماشومانو د څانګې مشر معراج الدین معراج په دې ولایت کې د خوارځواکۍ ماشومانو د شمېر د زیاتوالي په اړه افغان غږ خبری آژانس ته وویل: تېر کال په میاشت کې له ۱۰ تر ۱۵ پورې د خوارځواکۍ ناروغان راتلل. خو سږ کال هره میاشت له ۵۰ تر ۶۰ ماشومان د ماشومانو د درملنې په برخه کې شاملېږي.

نوموړي په بغلان کې د خوارځواکۍ د زياتوالي اصلي لامل د شري ناروغي او اقتصادي ستونزې وبللې او ويې ويل: سږ کال په ماشومانو کې د شري ناروغۍ څو څپې خپرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې اقتصادي بندیزونو وروسته په افغانستان کې فقر او بېکاري زیاته شوې او د مخکنیوشمیرنو له مخې د ۷،۳ میلیونه ماشومانو په ګډون د افغانستان یو پر درېیمه برخه خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

 

ټیګونه