Sep 22, 2022 15:18 Asia/Kabul

دروان شمسي کال د تلې یا (میزان) له لومړۍ نېټې څخه دشنبې له ورځې نه نیولې تر چهارشنبې پورې د کار پيل د سهار په (۸:۳۰ ) او له (۱) یوې بجې نه تر (۲) دوو بجو پورې د لمانځه د اداکولو او ډوډۍ خوړلو لپاره په پام کې نيول شوی . همداشان د کار ختم بیا د مازیګر (۳:۳۰) ټاکل شوی دی.

د افغانستان دکار او ټولنيزو چارو وزارت له خوا د تلې یا میزان دمیاشتې له لومړۍ نیټې څخه د روان کال تر پایه یعنې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې د ټولو دولتي ادارو د کارمندانو د کار پيل او پای وختونه روښانه کړل.

دروان شمسي کال د تلې یا (میزان) له لومړۍ نېټې څخه دشنبې له ورځې نه نیولې تر چهارشنبې پورې د کار پيل د سهار په (۸:۳۰ ) او له (۱) یوې بجې نه تر (۲) دوو بجو پورې د لمانځه د اداکولو او ډوډۍ خوړلو لپاره په پام کې نيول شوی . همداشان د کار ختم بیا د مازیګر (۳:۳۰) ټاکل شوی دی.

ددې تر څنګ د پنجشنبې په ورځو کې، د کار پيل د سهارپه (۸:۳۰) بجې او د کار پاى له غرمې وروسته (۱:۳۰) یوه نیمه بجه ټاکل شوی دی.

 په دې اړه نور تفصیلات زمونږ دخبریال له خولې آورو.

 

ټیګونه