Sep 23, 2022 16:36 Asia/Kabul
  • که بین الافغاني مذاکرات ونشي افغانستان کې د جګړې خطر زیاتېدلی شي

زمونږ خبریال وايي د افغانستان لپاره د امریکا، اروپايي ټولنې او ځینې اروپايي هېوادونو استازو په خپله وروستۍ ناسته کې د افغانستان اوسني وضعیت په هکله خبرداری ورکړی

، چې که طالبان د بین الافغاني مذاکراتو له لارې یو ټولشموله حکومت رامنځته نه کړي، نو خطر شته چې په دې هېواد کې به جګړه لا زور واخلي.

دوی دا خبرداری په هغه ځانګړې ناسته کې ورکړی، چې تېره اونۍ تر سره شوې، خو اعلامیه یې نن د جمعې پر ورځ خپره شوې ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي، په یاده ناسته کې په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونې او د افغانانو پر بنسټیزو حقونو د پرلپسې سترګو پټولو له کبله ''جدي اندېښنه '' څرګنده شوه.

د افغانستان لپاره د امریکا، اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناروې او بریتانیا ځانګړو استازو په دې غونډه کې له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو، سیمه ییزو همکارانو او مسلمان اکثریتي هېوادونو غوښتل شوي چې ''د افغانانو ګټو ته په پام سره په افغانستان کې همکاري وکړي. ''

 

په اعلامیه کې دغه راز په افغانستان کې د بیان او نظر پر څرګندولو محدودیتونه او د ''افغان او بهرنیو خبریالانو توقیفول وغندل شول.'

په اعلامیه کې راغلي، د جاپان، قطر، سویټزرلنډ، نړیوال بانک او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) مسوولینو هم په دې غونډه کې د مبصرینو په توګه ګډون کړی و او له افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار وشو.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ په دې هکله یو لړ ټویټر پیغامونو کې دا ناسته د افغانستان له خلکو سره د خپل هېواد او دوی د اروپايي همکارانو د ''تلپاتې ژمنې تکرار '' بللی دی.

 

ټیګونه