Sep 24, 2022 14:10 Asia/Kabul
  • طالبانو د پاکستان د لومړي وزیر په څرګندونو نیوکه وکړه

صدای افغان خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو د فعالیت په هکله د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له څرګندونو وروسته د طالبانو حکومت د شهباز شریف وینا غیرمسوولانه وبلله.

په قطر کښې د طالبانو د حکومت سیاسي ویاند نعیم وردک په ټویټر پیغام کښې وویل د افغانستان په هکله د پاکستان د لومړي وزیر شهبازشریف غیر مسوولانه څرګندونې د ناپوهۍ په ډیپلوماټیکو اصولو باندې د نه پوهیدا او د هغه د سټریس له کبله دي چې د خواشینۍ وړ چاره ده.

نعیم وردک وویل شهباز شریف به د خپل هیواد د اقتصادي کړکیچ د کنټرولولو لپاره خپله ټوله هڅه وکړي خو باید یاد ولري چې افغانستان ته ګوته نیول حل لاره نه ده.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په اوه اویایمې غونډې کښې په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو په شتون اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل داعش ، القاعده ، تحریک طالبان پاکستان ، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د ازبکستان اسلامي غورځنګ ترهګرې ډلې په افغانستان کښې شتون لري.

 

 

 

 

 

ټیګونه