Sep 25, 2022 12:56 Asia/Kabul

عبدالقهار بلخي ووئيل د دغه اندیښنې په داسې حال کې دي چې اړونده لوری تردې دمه تیار نه دي چې په ملګروملتو کې د افغانستاندطالبانو د حکومت څوکۍ چې ددغه حکومت سیاسی او حقوقي حق دی ، دغه هیواد ته وسپاري.

زمونږخبریال د جمهور خبری آژانس له قوله راپور راکړد افغانستان د طالبانو دحکومت دخارجه وزارت ویندوي په دې په باب د ځينو هیوادونو په تیره بیا دامریکا او پاکستان داندیښنې په څرګندیدا باندې په غبرګون کې  چې افغانستان دترهه ګرو لپاره په یوه امن ځاي بدل شوی دی ووئیل، دغه اندیښنې په ناسمو  اطلاعاتو تکیه ده.

د امریکا او پاکستان پشمول د ځینو هیوادونو مشرانو د ملګروملتو دعمومي اسمبلۍ په اوه اویایمې ناستې کې  له افغانستانه  دنړۍ په ضد دترهه ګرۍ په ګواښ اندیښنې څرګنده کړې ده.

په راپور کې وئيل شوي دي،په افغانستان کې د طالبانو د خارجه وزارت ونیدوي عبدالقهاربلخي نن په یوې اعلامیې  کې وئيلي دي ،یو شمیر هیوادونه په تیره بیا امریکا او پاکستان  دافغانستان په اړه اندیښنه ښودلې  چې ګواکې تر دې دمه په افغانستان کې دترهه ګرۍ ګواښ شته دی.

عبدالقهار بلخي زیاته کړې د دغه اندیښنې په داسې حال کې دي چې اړونده لوری تردې دمه تیار نه دي چې په ملګروملتو کې د افغانستاندطالبانو د حکومت څوکۍ چې ددغه حکومت سیاسی او حقوقي حق دی ، دغه هیواد ته وسپاري.

په دغې اعلامیې کې راغلی دي،که دغه حق د افغانستان دطالبانو حکومت ته ورکړلشي، نو دا به یوفرصت وي څو له سیمې او نړۍ سره په افغانستان کې موجود  او عیني واقعیّتونه وښودل شي او احتمالا هیڅ ډول اندیښنه پاتې نشي.

په دې اړه له کابله زمونږ دخبریال رالیږلی راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.

 

ټیګونه