Sep 25, 2022 13:16 Asia/Kabul
  • طالبان په افغانستان کې یوه هیواد ته هم د پوځي شتون اجازت نه ورکوي

مونږ په کرتو نړیوالو ته وئيلی دي او بیا ورته وایو چې بې ثباته افغانستان د سیمې او نړۍ د هیڅ یوه هیواد  په ګټه نه دی  او دطالبانو له حکومت سره رغنده تعامل ولرئ.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مرستیال مشر ټینګار کړی ،دغه  حکومت دخپل سیاست په اساس هیڅ یوه هیواد ته په افغانستان کې دپوځي شتون اجازت نه ورکوي.

 په افغانستان کې دپوځي شتون په باب نورو هیوادونو ته داجازت دنه ورکولو په باب د طالبانو د حکومت د دغه لوړپوړي چارواکي ټینګار په داسې حال کې دی چې دامریکائي پوځ جنګي الوتکې او ډرونزهماغه راز د افغانستان په مختلفو سیمو بمبارۍ کوي.

زمونږخبریال راپور راکړ، په افغانستان کې د طالبانو دحکومت مرستیال مشر عبدالسلام حنفي پرون په کابل کې په یولړ دستورو کې همداراز د نړۍ پر هیوادونو غږ وکړ، د افغانستان په چارو کې دې لاسوهنې نه کوي،ځکه طالبان هم ځان ته اجازت نه ورکوي ،دنورو په داخلی چارو کې ګوتې ووهي.

په عین حال کې د طالبانو دحکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي هم په دغو دستورو کې د کوم هیواد د نامې له اخستو پرته ووئيل، ځیني هیوادونه  نړۍ ته دترهه ګرو ډلو د امن  ځاي په توګه  د افغانستان دمعرفي کولو هڅه کوي ،مونږ په کرتو نړیوالو ته وئيلی دي او بیا ورته وایو چې بې ثباته افغانستان دسیمې او نړۍ د هیڅ یوه هیواد  په ګټه نه دی  او دطالبانو له حکومت سره رغنده تعامل ولرئ.

 

ټیګونه