Sep 25, 2022 15:26 Asia/Kabul
  • د طالبانو د حکومت له خوا دافغانستان پرپوځي خپلواکۍ ټينګار

د افغانستان دطالبانود حکومت مرستیال مشر ټينګار وکړ،دغه حکومت دخپل سیاست په اساس،هیڅ یوه هیواد ته  په افغانستان کې دپوځي شتون اجازت نه ورکوي.

 د افغانستان د طالبانو د حکومت مرسیتیال مشر ملاعبدالسلام حنفي  په کابل کې په یولړدستورو کې همداراز د نړۍ پر هیوادونو غږ کړی، د افغانستان  په کورنیو چارو کې دې ګوتې نه وهي، ځکه طالبان هم ځان ته اجازت نه ورکوي ، دنورو په داخلی چارو کې ګوتې ووهي.

په عین حال کې د افغانستان د طالبانو دحکومت دخارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي هم په دغو دستورو کې د کوم یوه هیواد له نامې اخستو پرته ووئيل ځيني هیوادونه نړۍ ته دترهه ګرو ډلو دامن ځاي په توګه د  افغانستان د معرفي کولو په لټه کې دي.

 امیر خان متقي وئيلي،مونږ په کرتو نړیوالو ته وئیلي دي او بیا هم ورته وایوو ،چې بې ثباته افغانستان د سیمې او نړۍ  دیوه هیواد په ګټه هم نه دی  او نړۍ دې له طالب حکومت سره تعامل ولرل شي.

د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې  او له دغه  هیواده د پوځي استفادې لپاره نورو هیوادونو ته د اجازت دنه ورکولو لپه باب دطالبانو دحکومت دمرستیال مشر څرګندونې د هغه بهیر په چوکاټ کې دي چې چې دغې ډلې د تیر کال په اګست کې په افغانستان کې د قدرت بیرته دترلاسه کولو له وخت راهسې په ایجنډا کې راوستی دی.

 سره له دې چې  د افغانستان د طالبانو دحکومت چارواکو په  کرتو ،ترهه ګرو ډلو او حتی ځینو هیوادونوم ته  پر نورو دتیریو لپاره  دافغانستان له خاورې د استفادې لپاره د اجازت دنه ورکولو خبرې کړې دي،خو ددغه هیواد ځینو ګاونډیانو له خوا په دې باب یولړاندیښنې مطرح شوي دي.

 البته د القاعدې ډلې دسرغنې ایمن الظواهري د ټارګټ کولو په پلمه   دکابل پشمول د افغانستان پر خاورې د امریکا دډرونز  څو ځلې حملې او تیري،د طالب حکومت د مرستیال مشر دانګیزې یوه برخه ، د افغانستان  له خاورې د پوځي استفادې لپاره په نورو هیوادونو دهرډول اجازت ورکولو دردولو په باب کیدلی شي.

په سیمې کې د امریکا بلاغواړو او یو اړخیزو سیاستونو ته په پام سره،د سیمې په تیره بیا  د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو لپاره په جدی توګه دا انیدښته شته چې که دغه هیواد  دامریکا دبیا پوځي شتون لښپاره په یوه ځای بدل شي ،نو ددرستې سیمې امنیت به له خطرو سره مخامخ کړي.

 په همدې اساس ده چې دافغانستان دګاونډیو هیوادونو په څو اړخیزو ناستو کې  چې په دغه هیواد کې د طالبانو قدرت ته په رسیداپسې ترسره شوي،په کرتو د ګاونډیو هیوادونو لپاره د افغانستان له خاورې د ګواښ د  نه رامینځة کونې ته دطالبانو دحکومت دجدي توجه پر ضرورت ټیګار شوی دی.

په دې باب د طالبانو دحکومت دخارجه وزیر څرګندونې چې بې ثباته او ناکراره  افغانستان د نړیوالې ټولنې په ګټه نه دی،دطالبانو د یوه بل مشکل د یوې برخې بیانونکي وي.

طالبان چې دافغانستان  دمځکنۍ بشپړتیا او ملی حاکمیّت په خلاف ورزۍ کې د امریکا له دوامدار ګواښ سره  مخ دي،سپينه ماڼۍ،ددغې ډلې  د حاکمیّت د په رسمیّت  نه پيژندنې او همدارازد افغانستان د شتمنیو د کنګل کولو لپاره د  نورو لویدیځي هیوادونو په مجبورولو کې  دسپينې ماڼۍ سیاست،ددغه هیواد بې ثباتۍ اصلی عامل ګڼي چې دغه بې ثباتي د سیمې او نړۍ لپاره راپنځونکی کیدلی شي.

د ګاونډیو هیوادونو  او حتی  لویدیځي هیوادونو په لور  له افغانستانه د کډوالۍ د پراخې څپې راپورته کیدا، په افغانستاندبې ثباتۍ هغه خطرې او چیلنجونه دي چې  دطالبانو خارجه وزیر  ددغه شان شرائطو په باب خبرداری ورکړی دی.

د  طالبانو له حکومت سره د تعامل دنه کولو او د انزوا دسیاست ددوام له امله په افغانستان کې  د میلیونونو خلکول پاره دلوږې د خطرې په باب د انسان دوستۍ دنړیوالو  اورګانونو ډير راپورونه، په دغه هیواد کې د ثبات لپاره یو بل ګواښ دی چې  نړیواله ټولنه ئې له اغیزو خوندي نشي پاتیکیدلئ.

 

ټیګونه